د خوست له غلام خان بندره د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایتی مسوولینو ویلی، چې په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.

د مسوولینو په وینا صادر شویو وچو مېوو کې جلغوزی، پسته، بادام او ۱۷ نور ډولونه شامل دی، چې د سیمې سوداګرو ته یې د پام وړ اقتصادی ګټه رسولې ده.

بل‌ لور ځینې سوداګر شکایت لری، چې په سوداګریزو توکو د تعرفو او مالیاتو لوړېدل او په ویزو اخیستو کې ځنډ د دوی لپاره جدی ستونزې جوړې کړې دی. دوی ټینګار کوی، چې که یادې ستونزې حل شی، نو د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شی.

په ورته وخت کې سیمه‌ ییز مسوولین ډاډ ورکوی، چې د سوداګرو لپاره به اړینی اسانتیاوې برابرې کړی، څو د غلام خان بندر د صادراتو کچه لوړه او سوداګری نوره هم وغوړیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.