د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ مشاعره ترسره شوه!

 

راپور لیکونکی/ د ګهیځ ټولنې غړی صبغت الله سجاد

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ځانګړو مراسمو ولمانځله.

هغه مراسم چې په همدې مناسبت د روان کال د زمری په څوارلسمه نېټه د ګهیځ ټولنې په مرکزی دفتر کې جوړ شوی وو، د هیواد ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو، ژورنالیستانو او د ادب مینوالو پکې برخه اخیستې وه.

غونډې ته لومړی د ګهیځ ټولنې مشر سردار محمد دیندارخېل خپله پرانیستې وینا واوروله، او ټولو ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د ګهیځ ټولنې په فعالیتونو رڼا واچوله، نوموړی زیاته کړه: ګهیځ ټولنې په تیرو څو کلونو کې بېلابېل علمی پرګرامونه، سیمنارونه او د ظرفیت لوړونې لنډمهالی ورکشاپونه جوړ کړی دی او د قانون په چوکاټ کې یې د لیکوالانو او ژورنالیستانو د حقونو ساتنه کړې او د پېښو څارل او تعقیب یې خپله دنده بللې.

ښاغلی دیندارخېل د خپلو خبرو په پای کې د ګل پاچا الفت یو غزل چې د خپلواکۍ په اړه لیکل شوی ؤ هم واورولو، ورپسې د غونډې ویاند فرهاد بیدار په یوې ښکلې څلوریزې سره مشاعره پیل کړه چې پکې ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینوالو د خپلواکۍ په اړه شعرونه، ترنمونه،او نثرونه ګډونوالو ته واورول، د مشاعرې په پای کې لیکوال او ژورنالیست حبیب وقار شاعران د شعر ترڅنګ نثر او ژباړې ته هم وهڅول او ترنم یې د مشاعرې ځانګړې برخه یاده کړه چې په وینا یې غونډې ته یې ښګلا وربښلې وه، همدا راز د ګهیځ ټولنې مشر سردارمحمد دیندارخېل د دوهم ځل لپاره ستیج ته تشریف راوړ او یاده مشاعره یې مثبته و ارزوله او د ټولو شاعرانو او ګډونوالو څخه یې مننه وکړه، همداراز د هغوی شعرونه یې وستایل، هغه وویل د شعر تر څنګ نثر ته هم باید توجه وشی او دا ډول ادبی ناستې باید زیاتې شی، او په خپلې دعا سره یې پرګرام پای ته ورساوه. دا لومړی ځل نه دی چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه دا ډول ادبی ناستې جوړوی، بلکې تېر کال یې هم د غزل شپې تر عنوان لاندې ځانګړې مشاعره جوړه کړې وه.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.