معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۷ زرو څخه واوښت

د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۷ زرو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې لۀ امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۷ زره تنو څخه واوښت.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان دغو زلزلو کې د ۲۰ زره کسانو د مړینې اټکل کړی و، خو اوس راپورونه ښیي چې د مړو شمېره له دغې اټکل نږدې نیمایي پورته تللې.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دواړو هېواونو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي، چې ښایي د مړینې شمېره نوره هم لوړه شي.
د ترکیې د بېړنیو حالاتو د ادارې مرکز ويلي، چې له دغې ۷،۷ درجې زلزلې څخه خپره شوې انرژي د ۵ سوه اټومي بمونو سره برابره وه.
دغو زلزلو کې تر اوسه د نږدې اتیا زره کسانو ټپي کېدل هم ثبت شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس