د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱ زرو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د نړۍ ټول پام ترکیه او سوریه کې خونړۍ زلزلې ته اوښتی، د نړیوالو رسنیو راپورونه وایی چې دغو دواړو هېوادونو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱ زره تنو څخه واوښت.
که څه هم د یو شمېر هېوادونو مرستندویې ډلې ترکیه کې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دی، په ترکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو خلکو د ژغورنې پر بهیر نیوکې هم زیاتې شوی دی.
منتقدین وایی، څه ډول چې لازمه ده په هغه شکل سره چارې مخته نه ځی، له همدې امله د دوی په خبره د قربانیانو شمېر ساعت په ساعت په چټکۍ سره لوړیږی.
د ترکیې ولسمشر له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې د حکومت ناکامی منلې، خو پر خپلو منتقدینو یې بیا نیوکه کړې، چې له بشری ناورین څخه ناوړه سیاسی ګټه پورته کوی.
دغو زلزلو کې د لسکونه زره ودانیو د نړېدو، د یو لک څخه د زیاتو کسانو د ټپی کېدو او د میلیونونو نورو د بې ځایه کېدو راپورونه ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.