د زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۵ زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې لۀ امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۵ زره تنو څخه پورته شو.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان دغو زلزلو کې د ۲۰ زره کسانو د مړینې اټکل کړی و، خو اوس راپورونه ښیی چې د مړو شمېره له دغې اټکله نږدې دوه برابره زیات شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دواړو هېواونو کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دی، چې ښایی د مړو شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شی.
تر دې وړاندې د ترکیې د بېړنیو حالاتو د ادارې مرکز ویلی و، چې له دغې زلزلې څخه خپره شوې انرژی د ۵ سوه اټومی بمونو له زیان سره برابره وه.
دغو زلزلو کې له یو لک څخه د زیاتو کسانو د ټپی کېدو او د میلیونونو نورو د بې ځایه کېدو راپورونه ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.