د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصی سکټور د همغږۍ شورا جوړوی

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومی ۱۶مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوری په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې دا خونه د نوې پرېکړې له مخې د همغږۍ شورا جوړوی.
د دې شورا پر بنسټ به د افغان سوداګرو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو سربېره د سوداګرۍ په برخه کې د خصوصی سکټورونو د ستونزو د هواری لپاره کار کېږی.
په هغې ناسته کې چې د یادې خونې مشرتابه د اسلامی امارت د سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره کړې، له حکومته یې غوښتی چې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره دې د افغان سوداګرو او د ترکیی او متحده عربی اماراتو د پانګه والو ترمنځ همغږۍ ته زمینه برابره کړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې د سوداګریزو او پانګونې د بنسټونو ترمنځ د هغمږۍ نشتوالی او د سوداګرو د ستونزو ډیرېدل د دې شورا د رامنځته کېدو له لاملونو بلل شوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.