په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تکړه لیکوال، شاعر او د ماشوم د ادبیاتو مخکښ “ډاکټر محمد نواز سانین حقیقت” د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. (انالله و انا الیه راجعون)
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه د مرحوم سانین حقیقت مړینه د افغانستان لپاره د ادب او لیکوالۍ په برخه کې ستره ضایعه ګڼی، نوموړی ته د الله پاک څخه فردوس جنت، کورنۍ او د افغانستان د لیکوالۍ او ادب کورنۍ ته جمیل صبر غواړی او د غمشریکی مراتب وړاندې کوی.
گهیځ