د غمرازۍ پیغام!

د غمرازۍ پیغام!

 

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تکړه لیکوال، ژورنالیست، فرهنګی شخصیت او سیاستوال ښاغلی محمد حسن ولسمل چې یو عمر یې د حقیقت او واقعیت په لار کې مبارزه کړې وه، د ور پېښې ناروغۍ له امله، له فانی نړۍ څخه سترګې پټې کړې.انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم استاد محمد حسن ولسمل هغه پیاوړی افغان ژورنالیست او لیکوال ؤ چې یو عمر یې پر افغان خاوره د پخوانی شوروی اتحاد د یرغل په موده کې د دغه یرغل او یرغلګرو په وړاندې قلمی مبارزه پر مخ یوړه او د خپل ژوند ډېره برخه یې د هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ او ملی ارزښتونو څخه د دفاع او ساتنې په لار کې یې نه یوازې نه ستړېدونکې مبارزه وکړه چې په دې لاره کې یې ګڼې ستونزې وګاللې، زندانونه او مهاجرتونه یې تېرکړل.

نوموړی د جهاد او مهاجرت په چاپیریال کې له ناروې څخه د “مجاهد ولس” په نامه چاپی خپرونه چلوله او افغانستان ته تر راتلو وروسته یې د “افغان” په نامه چاپی رسنۍ چلوله.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د اروا ښاد ولسمل مړینه د افغانستان د رسنیو په ستره کورنۍ کې یوه ستره ضایعه ګڼی، مرحوم ته له الله څخه جنت الفردوس او دده لارویانو او کورنۍ ته د زړه صبر او اجر غواړی.

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.