په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کندهار ولایت په نهمه امنیتی حوزه کې د کابل نیوز ټلویزیون خبریال او پېژندل شوی ژورنالیست عبدالمنان ارغند د نا معلومو وسله والو له خوا په شهادت ورسېد. (انالله و انا الیه راجعون)
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، په داسې حال کې چې د مرحوم ارغند وژنه د آزادو او تکړه ژورنالیستانو د وژنې او ځورونې د لړۍ ادامه ګڼی او له حکومت نه د هغې د قاتلینو د ژر تر ژره پیدا کولو غوښتنه کوی، مرحوم ارغند ته جنت فردوس، د نوموړی کورنۍ او د افغانستان د رسنیز ډګر فعالانو ته جمیل صبر غواړی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په جدی توګه د رسنیزو فعالانو او خبریالانو د امنیت خوندی توب غواړی، د جګړې له ښکیلو لوریو هم په کلکه غواړی تر څو د خبریالانو او رسنیزو فعالانو ژوند ته جدی پاملرنه وکړی.
ګهیځ ټولنه چې د ژورنالستانو او لیکوالانو د حقونو څخه د دفاع لپاره کار کوی له حکومت او قضایی ارګانونو په جدی توګه غواړی چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالی او مرګ ژوبلې دوسیې وڅېړی او مجرمینو ته سخته سزا ورکړی
گهیځ