د لوړو زده کړو وزیر پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان تعلیمی سکټور یوازې ‌پرې نه ږدی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر مولوی عبدالباقی حقانی یوې خبری ناستې ته د وینا پر مهال پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان ښوونیز سکټور یوازې پرېنږدی.

ښاغلی حقانی نن (سه ‌شنبه د زمری ۲۵مه) کابل کې یوې خبری غونډې ته د وینا پر مهال ویلی چې نړیوال دې د تعلیمی سکټور په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.
د لوړو زده ‌کړو وزیر دا خبرې داسې مهال کوی چې له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګی پورته ښوونځی د نجونو پر مخ تړلی دی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» له دویچه ویله سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلی چې لس کلنه لور یې له شپږم ټولګی فارغه شوې، خو اندېښمن دی چې د ا.ا حکومت به څه وخت د زده‌ کړو اجازه ورکوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.