د لیکوالۍ بهرنی شرایط

 

لیکوال: د کابل پوهنتون استاد اجمل ښکلى

لیکوالی مخاطب ته د فکر د انتقال لیکنۍ بڼه ده. د لیکوالۍ څلورګوټیز د مخاطب، فکر، انتقال او لیکنۍ بڼې له مجموعې نه جوړېږی. لیکوال په غار کې چغې نه وهی، یوه مخاطب ته لګیا وی. پر دې بنسټ د مخاطب خیال ساتی. د مخاطب د خیال ساتلو مطلب دا دى، چې له هغه سره ټکر نه کوی، بلکې استدلال ورسره کوی او بل دا چې د هغه اړتیا ته ګوری. کومې خبرې دی، چې زما مخاطب پرې نه پوهېږی؟ او په کومو خبرو باید پوه شی؟ او زما د مخاطب ذهنی کچ څومره دى؟

وروستۍ پوښتنه عموما په نصابی او روزنیزو آثارو کې کارېږی. که زه د مکتب د درېیم ټولګی د شاګرد یا د پوهنتون د درېیم ټولګی د محصل لپاره لیکل کوم؛ نو د هغوى د علمی سویې یوه تقریبی بڼه په فکر کې لرم. د دې دواړو لپاره یو ډول لیکل نه کوم.

په روزنیزه لیکوالۍ کې مخاطب معلوم وی؛ خو په آزاده لیکوالۍ کې مخاطب فزیکی موجود نه وی، بلکې د شاعر او لیکوال د خپل فکر زېږنده وی. دې خیالی لوستونکی ته (Applied Reader) وایی. د دې لوستوال یوه ځانګړنه دا ده، چې تر لیکوال کشر وی؛ خو مبتدی لوستونکى نه وی. لیکوال اصلا دې مخاطب ته لیکل کوی او چې څومره د لیکوال لیک پخېږی، دا لوستونکى هم ورسره رالویېږى او په دې ډول لیکوال له ځان سره دا خیالی لوستونکى روزی.

خو لیکوال دا خیالی لوستونکى یو فزیکی موجود ګڼی، چې د ده لیک لولی هم او نیوکې ته یې هم د پښو په څوکو ناست وی. مطلب دا ناقد لوستونکى دى، چې هم اړتیا لری او هم کره کتنه کوی.

دا لوستونکى لیکوال د خپل فکر او بهرنی لوستونکی په تړاو کې تخلیقوی. څرنګه چې په فرویدیزم کې د انسان وجدان(سوپر ایګو) د بهرنی اخلاقی نظام پرتو وی، دغسې دا لوستونکى هم د لیکوال په ذهن کې د بهرنیو لوستونکو انعکاس وی؛ خو له سوپر ایګو سره یې توپیر دا دى، چې دا یواځې اخلاق نه ګوری، د لیک ادبی ماهیت هم ګوری، چې له ادبی او علمی پلوه په څومره اوبو کې دى.

لیکوالی د همدې خیالی لوستونکی او لیکوال ترمنځ لیکنۍ لوبې ته وایی. لیکوال لیکنه کوی، ده ته یې ښیی، دا ورسره مرسته کوی او په دې ډول د لیکوال لیکنه پخېږی.

دویمه  برخه د فکر د انتقال ده. په شاعرۍ کې فکر د تخیل، موسیقۍ او عاطفې په خوا کې مطالعه کېږی؛ خو په لیکوالۍ کې فکر تر دې ټولو مخکې دى. لیکوالی د فکر د انتقال وسیله ده. د فکر او د معلوماتو ترمنځ توپیر دا دى، چې معلومات حافظې ته مخاطب وی؛ خو فکر د ژوند په اړه یوه تجربه راکوی. مثلا: که زه ووایم، پخوانو د کتاب ډېر درناوى کاوه، دا به معلوماتو ته ورته څیز وی؛ خو که ووایم، چې پخوانو ځکه د کتاب احترام کاوه، چې له قرآن کریم سره د تړاو له امله ورته مقدس ښکارېده او څرنګه چې پخوا د چاپ وسایل کم وو، ځکه نو هر کمیاب څیز به کله د تقدس درجه ترلاسه کوله؛ نو لوستونکى پوهېږی، چې زه معلومات نه ورکوم، بلکې د کلچر د مهالی بدلون او له کتاب سره د چلن په اړه فکر ورکول غواړم. په دې توګه ویلى شو، چې په معلوماتو کې د ولې پوښتنه نه ځوابېږی. مثلا: خوشال په ۱۰۲۲ کې زېږېدلى. دا نو (ولې؟) نه غواړی؛ خو په ځینو مسایلو کې چې زه د (ولې؟) پوښتنه ځوابوم، موخه مې دا وی، چې لوستونکی ته فکر ورکړم. معلومات له تاریخ و مهال سره صریحه اړیکه لری؛ خو په فکر کې مهال ضمنی خبره وی.

که لیکوال لوستونکی ته فکر یا د ژوند په اړه داسې خبره ورنه کړی، چې پخوا یې نه وه اورېدلې، کوم کمال یې نه دى ترسره کړى. موخه مې دا ده، چې لیکوال د فکر د تولید مهمه وسیله ده؛ خو فکر څرنګه تولید کړو؟ د فکر د تولید ښه وسیله انکار دى. د انکار لپاره اړینه ده، چې مطالعه وکړو، پرخپل کلچر فکر وکړو او په دې پوه شو، چې کتابونه او زموږ کلچر بشپړ نه دی، بلکې ډېرې نیمګړتیاوې لری. د کلچر په دېوال کې د نیمګړتیاوو د راغلیو درزونو غمه باید وخت په وخت وخورو. کله چې موږ له ثباته انکار وکړو او له زړه نه تحول ومنو؛ نو د فکر تولید ته جوړېږو؛ خو دا هله کېږی، چې پرله پسې مطالعه وکړو او پر مطالعه او خپل ژوند باندې فکر وکړو. مطلب دا چې ریاضت وکړو. لیکوالی لکه د بل هر هنر غوندې پرله پسې ریاضت غواړی. ریاضت د لیکوالۍ بهرنى شرط دى. که ریاضت نه وی د لیکوالۍ پرله پسې وده ټکنۍ شی.

که زه ووایم، د بدیع دا دا اړخونه نه منم، موخه به مې دا وی، چې لوستونکی ته د زړې بدیع د نیمګړتیا په اړه فکر ورکوم او پر ځاى یو نوى بدیل لرم. هغه لیکوال چې خپل کلچر ثابت حقیقت ګڼی او همغه خبرې کوی، چې مخکنیو هم منلې؛ نو لوستونکو ته فکر نه شی ورکولاى. د پخوانی کلچر یوه ځانګړنه دا ده، چې له پلرونو ورپاتې فرهنګ یې یو نابدلېدونى حقیقت ګاڼه او خپل رسالت یې یواځې راروان کهول ته د دې په انتقال کې لیده؛ خو اوس هر نسل مسؤولیت احساسوی، چې د خپلو اجدادوو ناسم فرهنګ خپلو بچو ته ونه لېږدوی. همدا د انکار یوه بېلګه ده، چې ته هر څه نه منې او د نه منلو په دې هنر کې درسره لوى لیکوال مرسته کولاى شی.

انکار راته انتقادی ذهنیت راکوی او کوم لیکوال چې انتقادی فکر ولری، د فکر د تولید وړتیا لری. چې د انکار خبره کوو؛ نو ویره نفی کوو او جرات تثبیتوو. لیکوال چې پر کلچر نیوکه کوی، په دې پوهېږی، چې کلچر بدلون ته اړ وی؛ خو د انسان د اعتیاد خوى بدلون ته په آسانه غاړه نه ږدی، ځکه چې په پېړیو پېړیو یو دود پالل شوى وی، خلکو ته واقعیت ښکاری؛ خو موږ پوهېږو، چې فرهنګ او ژبه قراردادی خصوصیت لری او قراردادونه کله هم ماتېداى او نوی کېداى شی او دا هله نوی کېږی، چې نقد پرې وشی او ښه نا ښه یې سره بېل شی. کوم چې په نوې زمانه کې د چلښت وړ وی، هغه پاتې شی او نور په لرغونتون کې کېښودل شی. پاس د بدیع خبره وشوه. خبره دا ده، چې بدیع ټول مباحث د ارتولو دی؟ نه، ځینې مباحث یې اوس هم ګټور دی، چې د شعر په نوې تیورۍ کې پرې بحث کېږی؛ خو ځینې یې د پرېښودلو وړ دی.

انکار مستدل وی. وچ انکار هم وی؛ خو هغه د نوی فکر په تولید کې مرسته نه کوی. لوستونکى له تا نه هیله لری، چې په استدلال پرې خپل فکر ومنې. د مستدل انکار ګټه دا ده، چې بدیل هم وړاندې کوی.

دا هغه لارې چارې دی، چې په لیکوالۍ کې راته د نوښت لار ښیی. نوښت د هر هنر غوندې د لیکوالۍ اساس دى. که نوښت ونه کړو، د ټولنې د ذهنی کچې په لوړاوی کې نقش نه شو لوبولاى او فرهنګی اضافه نه شوى کولاى؛ خو نوښت هله کولاى شو، چې انکار وکړو او جرات ولرو. کوم لیکوال چې سازښت کوی، هغه فکر نه شی تولیدولاى، له هغه سره به تل د ملګری د خپګان او خوښۍ، د خپلې ترفیع او… ویره وی. علم سازښت نه منی.

که دا غوښتنې پوره کړو؛ نو په لیکنه کې مو یوه مهمه پوښتنه (څه ولیکم؟) ځوابېږی. دا پوښتنه بېلابېل ځوابونه لری. یو ځواب یې دا دى، چې داسې څه باید ولیکم، چې مخکې یا چا نه وی لیکلی یا یې سم نه وی لیکلی یا یې کم لیکلی وی. دویم ځواب دا چې داسې څه باید ولیکم، چې له مخاطب سره د ژوند په پېژندلو او فکر ورکولو کې مرسته وکړی. درېیم ځواب دا دى، چې د څه لیکلو لپاره انتقاد او انکار اړین دى. دا او ځینې نورې پوښتنې راته د لیکلو لپاره فرضیه راکوی. فرضیه هغه زړى دى، چې د هرې لیکنې ونه پرې ولاړه ده. چې دا زړى درسره ؤ، داسې وګڼه چې له مېوو ډکه ونه درسره ده او چې څنګه یې د (څنګه لیکلو) په ځمکه کې ښخه کړې او خسمانه یې وکړې، ریښې به وغځوی او تنوره به شی.

لیکوالی مخاطب ته د لیکوال د انتقال لیکنۍ بڼه ده؛ خو د لیکلو نورې بڼې او ډولونه هم عام دی. که د حقوقو استاذ د ترفیع کتاب ولیکی، لیکوال ورته نه وایو. په خپله د ادب پوهنځی د استاذ د ترفیع کتاب ته هم لیکوالی نه وایو. کله ناکله اصطلاحات ناسم عام شی، چې بیا یې توپیر سخت شی. د کیسو، سفرنامو، ځانپېښو، خاطرو، طرحو لیکوال ته لیکوال وایو، ځکه چې لیکوالی د ادب اړوند مسلک دى. د ادبی مقالو لیکوال ته هم لیکوال وایو، ځکه د ادبیاتو په اړه فکر هم راکوی او په لیکنه کې یې ژبه هم ادبی ده. ادبی مقالې موږ یواځې د موضوع نه، د خوندورې ژبې له امله هم لولو. موږ چې د کیسو پنځګر ته لیکوال وایو، خو ادب ایجادوی او که د ادبی مقالو لیکوال ته دا نوم اخلو، مخې ته مو یې ادبی ژبه پرته وی. که له ادبی ژبې نه د حقوقو یو لیکوال هم استفاده وکړی، لیکوال ورته وایو. که څوک راته د ادب یا بلې ټولنیزې موضوع په اړه خپل فکر او خپلې تجربې بیان کړی، لیکوال ورته وایو؛ خو له دې سره که له پراخو منابعو نه استفاده وکړی او د ماخذونو د استفاده کچ یې غالب وی او بل دا چې ژبه یې علمی وی، بیا ورته څېړونکى وایو، ځکه مستقیمه ژبه کاروی او زموږ له هنری ذوق سره کار نه لری.

د ښه لیکوال کمال دا دى، چې کلیات نه بیانوی، بلکې له خپلو تجربو سره په تړاو کې راته د ژوند جزییات وایی. یوه لیکنه چې څومره مشخصه او جزئی وی، هغومره ګټوره وی او د فرهنګ په بډاینه کې مؤثره وی. که زه د پښتو ادبیاتو پر ټولو دورو باندې یوه لیکنه وکړم، هغه به ښه وی که په یوه دوره کې پر یوه مشخصه موضوع وغږېږم، هغه؟ که د داستان پر کلی جوړښت خبرې وکړم، ښه به یې ارایه کړم او که یواځې تلوسه؟

لیکوال دې د چا د ژړولو هڅه نه کوی، بلکې د ژوند په اړه دې یو فکر ورکړی. د داسې الفاظو کارونه ،چې تش ویر یا خندنۍ شیندی، د لیکوالۍ له شان سره نه ښایی. ژړل او خندل د لوستونکی کار دى، د لیکوال کار دا دى، چې ادب ایجاد کړی؛ نو که لوستونکی پکې د خندا یا ژړ څه لیدل، هغه یې خپل کار دى.

لیکوال پر خپل لیک باوری نه وی او دا احساس یې نور پرمختګ ته هڅوی؛ خو که لیکوال پر خپل هنر باندې باور ونه کړی، مخکې نه شی تلاى. له خپل هنر سره مینه وکړئ او ورسره رښتینی اوسئ. که پر ماشوم باور ونه کړو، په لویینه به هم راترغاړې وی؛ خو که باور پرې وکړو او لږه مخه ورکړو، ستر کارونه به ترسره کړی او زموږ له اوږې به هم بار واخلی.

یو لیکوال چې له خپل هنر سره رښتینى نه وی، مؤثره لیکوالی نه شی کولاى. موږ هغه څه پر خلکو منلاى شو، چې موږ یې هم غواړو.

وخت هم د لیکوالۍ لپاره مهم دى. که وخت نه ؤ، لیکل بس کړئ او چې کله مو ورته ذهن جوړ ؤ، ویې لیکئ.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.