د لیکوال او څېړونکی حقوق او وجایب!

د لیکوال او څېړونکی حقوق او وجایب!

د علومو اکاډمۍ غړی څېړنیار عبدالصبور مبارز

لنډیز

لیکوالی هنر دی، یو ښکلی او داسې سپېڅلی هنر چې هر د لیک لوست نه برخمن انسان ورته اړتیا لری. په ژوندانه کې له ورځنی حساب ـ کتاب او عادی یادښتونو، شخصی او رسمی یا اداری لیکونو څخه نیولې بیا د لوړو علمی، تحقیقی او تخلیقی لیکنو تر بېلا بېلو ډولونو پورې ټول د دغه هنر په پراخه لمن کې رانغښتې دی. د همدې لوړ کار په موخه لیکوال ته ځینې حقونه ورکړل شوی دی لکه: په هر ځای کې د لیکلو حق، د تجربې کولو حق، د فکر او سوچ لپاره د وخت درلودلو حق، د نورو لیکوالانو د لیکنو څخه د اقتباس حق، د لیکنې د نشـر حق، د لیکنې د مالکیت حق، د کاپی رایټ حق، د ګډ اثر د لیکلو حق، د دعوی د اقامې حق او نور مادی او معنوی حقوق. د دې حقوقو علاوه لیکوال او څېړونکی مکلف دی چې ځینې وجیبې مراعات کړی د بېلګې په توګه: د امانتدارۍ ساتنه، له انصاف څخه کار اخیستل، دروغ نه ویل، د اسنادو د کره والی تصدیق، د اثر ثبتول، د تعصب څخه کار نه اخیستل، د ویلو، لیکلو او عمل ترمنځ توازن او داسې نور…

سریزه

علماء وایی چې لیکوالی یو فطری او طبیعی نعمت دی چې الله تعالی یو شخص ته ورکړی وی او بیا د همدې فطری نعمت څخه برخمن خلک د ټولنې ستونزې درک کوی او هغه د خپل قلم څوکې ته راوړی، خو د دې نظر خلاف نور علماء وایی چې لیکوالی د فطری نعمت تر څنګ کېدلای شی چې اکتسابی مسلک هم وګرځی، یعنې یو شخص کولای شی چې په هڅو او خوارۍ سره دا هنر زده کړی او بیا له دې لارې بیلا بېلې مقالې او لیکنې ترسره کړی، خو درېیم نظر چې راجح نظر دی دادی چې، د لیکنې په بېلا بېلو ډولونو کې فطری والی او اکتسابی والی فرق کوی، یعنې هغه لیکنې چې تخلیقی اړخ لری هغه فطری نعمت دی لکه: شعر لیکل، د ریاضیاتو د فورمولونو کشف او داسې نور… ولې نور علمی مقالې چې تخلیقی بڼه نلری کېدلای شی چې اکتسابی اړخ پیداکړی او په خوارۍ او هڅو سره یاد کړای شی. موږ په خپله دې لیکنه کې د همدې فطری او اکتسابی لیکوالانو او څېړونکو حقوق او وجایب څېړو.

د موضوع اهمیت:

افغانی ټولنې په څېر یوه ټولنه کې چې ورځ تر بلې د لیکوالانو کچه زیاتیږی او هره ورځ په بېلا بېلو لارو لیکنې نشـریږی، د لیکوال حقوق او وجایب پېژندل یو لازمی امر دی، زموږ په ټولنه کې لیکوالان له خپلو حقوقو څخه ناخبره دی، خو برعکس بیا لیکوال له خپلو وجیبو هم ناخبره دی، هره ورځ د یو لیکوال حق تر پښو لاندې کېږی، خو لیکوال یې ځکه پوښتنه نه کوی چې هغه خپل حق نه پېژنی او له بلې خوا د یو لیکوال حق ځکه نقض کېږی چې مقابل اړخ کوم لیکوال چې د ده حق یې تلف کړی خپله وجیبه نه پېژنی، که چېرې یو لیکوال خپله وجېبه وپېژنی هېڅکله به د یو بل لیکوال حق تلف نشـی، نو دا موضوع له دې اړخه چې لیکوالان خپل حقوق او وجایب وپېژنی او له هغې دفاع وکړی ډېره د اهمیت وړ ده.

د موضوع موخې:

د دې موضوع د لیکلو څخه موخه داده چې له یو اړخ لیکوالان خپل حقوق او وجایب وپېژنی او له بل اړخه ټولو هغو قانونی مواردو ته پام وکړی چې له امله یې د یو لیکوال حق تلف کېږی، همدارنګه یو لیکوال په دې پوه شی چې که چېرې یې حق تلف شی نو له کومو قانونی لارو کولای شی چې د خپل حق پوښتنه وکړی او څنګه کولای شی چې محکمې ته مراجعه وکړی.

د موضوع د لیکلو کړنلاره:

په دې موضوع کې د کتابتونی څېړنې له ډول او د اړتیا په صورت کې د مرکې له مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده، یعنې لومړی د معتبرو مراجعو څخه په استفادې موضوع را ټوله شوې ده او په ځینو اختلافی موضوعاتو کې له محترمو استاذانو سره مرکې شوی او بیا یې ځواب د متن په شکل لیکل شوی دی. د دې موضوع په بشپړولو کې د معتبرو لیکوالانو له کتابونو، د علمی مجلو له لیکنو او د اړتیا په صورت کې له انټرنېټی ویبپاڼو ګټه اخیستل شوې ده. مأخذ د عمومی کوډ ګذارۍ په مېتود لیکل شوی دی، یعنې په پای کې د مأخذونو عمومی فهرست ترتیب شوی دی او د همغه مأخذ شماره د متن په منځ کې لیکل شوې ده. د قرآنی آیتونو او حدیثونو استخراج شوی دی او د مأخذونو په عمومی فهرست کې یې حواله ورکړل شوې ده، په پای کې له موضوع نه لاس ته راغلې پایله لیکل شوې ده او په همدې مېتود تر پایه تګ شوی او موضوع تکمیل شوې ده.

لیکوال:

لیکوال او څېړونکی د یوې ټولنې اساسی ستونزې درک کوی او بیا همغه ستونزې د لیکوالۍ له طریقه له عامو خلکو سره شریکوی او څېړونکی همدغه ستونزې څېړی او بیا ورته د حل لارې وړاندیز کوی او هغه د ټولنې له وګړو سره شریکوی، دا چې زموږ دا موضوع د لیکوال او څېړونکی د حقوقو او وجایبو پورې اړه لری نو اړینه ده چې لومړی لیکوال او بیا څېړونکی وپېژنو او له هغې وروسته پر دې بحث وکړو چې آیا د لیکوال او څېړونکی ترمنځ توپیر شته او که نه؟ نو لومړی په لیکوال بحث کوو چې لیکوال څوک دی؟

لیکوالی په عامه معنی هغه فن او لیکنې هنر دی چې د هغه په وسیله کولی شو خپل افکار یا په بله معنی هغه مفاهیم، مطالب او معلومات چې زموږ په ذهن کې دی په لیکلی بڼه په ډېره آسانه، ښه او اغیزناکه توګه نورو ته انتقال او ولېږدو، او د دې کار کوونکی ته لیکوال ویل کېږی.۱

استاد امرالله امید د لیکوال په اړه وایی: (لیکوالی کسب دی، لکه څنګه چې یو ترکاڼ، ترکاڼی کوی، یو خیاط، خیاطی کوی همداسې لیکوال، لیکوالی کوی، لیکوال هغه څوک دی چې په ذهن کې ګرځیدونکی خیالونه او فکرونه په ډېر هنری شکل او الفاظو د سپین کاغذ مخ ته راوړی او د کاغذ سپینوالی په یو څو تورو توروی.)۲

ابوالاعجاز حفیظ صدیقی د اردو ژبې د یو ادبی قاموس لیکوال دی، نوموړی په خپل قاموس (کشاف تنقیدی اصطلاحات) کې لیکوال داسې معرفی کوی: (تألیف په لغت کې د دوه یا دوه څخه زیاتو شیانو یو د بل سره مخ کولو، اړیکې ورکولو او یا په یو ځانګړی ترتیب سره جمع کولو ته ویل کېږی او مؤلف هغه څوک دی چې پورتنی کار ترسره کوی یعنې دوه یا څو ګډوډ شیانو ته په خپل منځ کې اړیکه ورکول او یا په یو ځانګړی ترتیب د هغوی جمعه کوونکی ته لیکوال ویل کېږی.)۳

لیکوالی هنر دی، یو ښکلی او داسې سپېڅلی هنر چې هر د لیک لوست نه برخمن انسان ورته اړتیا لری. په ژوندانه کې له ورځنی حساب ـ کتاب او عادی یادښتونو، شخصی او رسمی یا اداری لیکونو څخه نیولې بیا د لوړو علمی، تحقیقی او تخلیقی لیکنو تر بېلا بېلو ډولونو پورې ټول د دغه هنر په پراخه لمن کې رانغښتې دی.

څېړونکی:

څېړونکی هغه کس دی چې څېړنه ترسره کوی دا چې څېړنه څه شی دی؟ په دې اړه دلته لنډ بحث کوو:

دکتور فخرالدین، د علمی څېړنو او پلټنو تګ لاره، اثر کې وایی: (علمی څېړنه او پلټنه عبارت له هغې لارې او روش څخه دی چې پلټونکی او څېړونکی د علمی حقایقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او یا د یو علمی نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکی چې دا علمی حقیقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طریقې، روش او لارې په ذریعه څرګند او بیا یې خلکو ته وړاندې کوی.) ۴

هاشمی وایی: تحقیق(څېړنه) د حق له ریښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوی یې د حق، حقیقت او واقعیت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبی اصطلاح په یوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د یو نامعلوم حقیقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقیق (څېړنې) فن وایی او څوک چې دا کار کوی هغه ته څېړونکی ویل کېږی.)۵

د اسلام مبارک دین هم د څېړنې په اړه ډېرې لارښوونې لری د بېلګې په ډول په قرآن عظیم الشان کې الله تعالی فرمایی: (یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن جَاءَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَن تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَهٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ.َ) ۶

ژباړه:اى مؤمنانو! که کوم فاسق تاسې ته له کوم خبر سره راشی نو تاسې تحقیق وکړئ، له جهته د وېرې د دې چې وبه رسوئ تاسو یوه قوم لره ضرر او تاوان په ناپوهۍ سره نو پس وبه ګرځئ تاسو په هغه څه سره چې مو عمل کړی دی خفه او پښیمانه. ۷

همدارنګه بل ځای الله تعالی فرمایی: (أَفَلَا یَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا)۸

ژباړه: آیا دوی په قرآن کې غور نه کوی، یا پر زړونو باندې د دوی قفلونه وهل شوی دی. ۹

حضـرت جابر رضی الله تعالی عنه فرمایی: (موږ په سفر وتلی وو د یو تن سر په ډبره زخمی شو بیا هغه شیطان تیر ویست خپلو ملګرو څخه یې پوښتنه وکړه هغو ورته وویل: تا ته رخصت نشته  ته د اوبو په استعمال باندې قادر یې غسل وکه،کله چې هغه غسل وکړ نو مړ شو،کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته راغلو کیسه مو ورته وکړه هغه وویل: په لوی لاس مو وژلی دی،کله چې نه پوهیدې نو پوښتنه به مو کړې وه د ناپوه سړی علاج پوښتنه ده هغه ته تیمم کافی ؤ او یا به یې په زخم ټوټه تړلې وه او بیا به یې نور بدن وینځلی ؤ.۱۰

پورتنی حدیث او آیت په دې دلالت کوی چې اسلام هم څېړنې او تحقیق ته خلک رابللی دی او باید چې په دې برخه کې خلک کار وکړی.

د قرآن کریم الفاظ، معنی، جمله بندی، شکل، لغات او د نورو علومو سره یې اړیکې په دې دلالت کوی چې د نړۍ بهترین معجز کتاب دی. د نړۍ اکثره علوم د قرآن کریم سره اړیکې لری، همدارنګه په پښتو کې څېړنه، په فارسی کې پژوهش او په انګلیسـی کې ریسـرچ د عربی ژبې له تحقیق سره هم معنی دی چې په قرآن کریم او احادیثو کې د تحقیق په هکله خبرې شته دی چې د معاصرو علومو د څېړنېزو پرمختګونو سره یو شان والی لری.

په اسلامی ادبیاتو کې د قرآن کریم ټولول، جمع کول او تدوینول بې جوړې مثال دی چې د نړۍ هېڅ کتاب ورسره برابرولی نشو او د اسلامی نړۍ له شهکاره عملونو څخه یې ګڼلی شو.

د لیکوال او څېړونکی ترمنځ توپیر:

د دې مقالې عنوان ته په کتلو کېدای شی اکثره خلکو سره دا پوښتنه پېدا شوې وی چې لیکوال او څېړونکی سره څه توپیر لری چې په عنوان کې په جلا ډول سره لیکل شوی دی، د همدې توپیر د جوتولو په موخه مو څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمی سره مرکه وکړه چې نوموړی په دې اړه داسې وویل: (لیکوال او څېړونکی سره توپیر لری، لیکوال هر څوک کېدلای شی خو څېړونکی هر څوک نشـی کېدلای، لیکوال هغه دوکاندار هم دی چې د قرض کتابچه کې یو چا پسې پېسې لیکی، لیکوال هغه څوک هم دی چې خپلې ورځنۍ خاطرې لیکی، لیکوال هغه مېرمن هم ده چې د کور حسابی لیکی او لیکوال هغه شخص هم دی چې په ډېره لوړه کچه ډېرې لوړې علمی مقالې لیکلی. څېړونکی هم لیکوال دی، خو څېړنه د لیکوالۍ یوه ډېره مهمه او خورا علمی برخه ده، څېړونکی هغه څوک دی چې د اسنادو او مدارکو په راټولولو سره یوه لیکنه کوی او د ټولنې یوه ستونزه پرې حلوی، څېړونکی هغه څوک دی چې یو شی چې هېڅ وجود ونلری هغه وجود ته راوړی، د ټولنې له منځه ځینې حقایق راوباسی او حل لارې ورته وړاندیز کړی، لنډه دا چې د لیکوال او څېړونکی ترمنځ توپیر دادی چې هر څېړونکی لیکوال دی خو هر لیکوال څېړونکی نه دی، یا په بله معنی څېړنه د لیکوالۍ یو جز دی او لیکوالۍ کل دی.)۱۱

د لیکوال او څېړونکی حقوق:

لیکوال او څېړونکی یو لړ حقوق لری چې په  دې بحث کې ترې یادونه کوو، لیکوال او څېړونکی Dr Jeni Smith او Simon Wrigley د لیکوال او څېړونکی لپاره ځینې حقوق په نښه کړی چې په لاندې ډول دی:

لومړی ـ The right to Write anywhere (په هر ځای کې د لیکلو حق): دغه لیکوالان د لیکوال او څیړونکی لومړی حق دا ګڼی چې لیکوال کولای شی هر ځای چې وغواړی لیکنه وکړی، دا یې حق دی او له دې حق څخه یې هېڅوک نشـی محرومولی، د دې حق لامل دادی چې ځینې لیکوالان محیط ته په کتو لیکنې کوی او که چېرې یو ښه محیط ورته مساعد نشـی نو بیا لیکنه نشـی کولای، لکه د شاعرانو په اړه چې راځی چې دوی باید په شنو سیمو او باغونو کې کینی او هلته شعر ولیکی، یا د یو علمی مقالې لپاره یو آرام ماحول په کار دی، که چېرې یو لیکوال په هر ځای کې ځان ته آرام ماحول برابرولی شی هملته یې حق دی چې لیکنه وکړی او له هغه ځای څخه ګټه واخلی.

دوهم ـ The right to experiment and break rules (د تجربې کولو حق): د لیکوال او څېړونکی بل حق دادی چې نوې تجربې وکړی او نوې نظریې او قواعد رامنځته کړی، په پورتنی حق کې د قواعدو ماتول هم راغلی دی له دې څخه موخه دا نه ده چې قواعد یا قوانین مات کړه خو تجربه وکړه، بلکې له دې موخه داده چې پخوانیو قواعدو ته مه ګوره چې هغه څنګه دی او باید همغه تطبیق شی، بلکې نوې تجربه وکړه پخوانی قواعد او تیوریانۍ/ تیورګانې ماتې کړه او نوی قواعد او تیوریانۍ/ تیورګانې رامنځته کړه نو د نویو قواعدو او تیوریانو د رامنځته کولو لپاره لیکوال او څېړونکی حق لری چې تجربه وکړی او په دې لاره کې د مخلتفو اصولو او کړنلارو څخه ګټه واخلی.

درېیم ـ  The right to work electronically, draw, or use a pen and paper (د کمپیوتری لیکلو، رسمولو او یا هم د قلم او کاغذ په واسطه د لیکلو حق): لیکوال او څېړونکی حق لری چې په هر ډول چې یې خوښه شی په همغه ډول لیکل وکړی، یعنې کولای شی چې په مستقیم ډول د کمپیوټر په واسطه خپله مقاله یا څېړنه ټایپ کړی او هغه نشـر کړی، کولای شی چې خپل یو هدف د یو رسم په رسمولو سره خلکو ته وړاندې کړی او دا حق هم لری چې د قلم په واسطه خپله لیکنه په سپین کاغذ وکړی او هغه بیا نشـر کړی، لنډه دا چې لیکوال او څېړونکی حق لری چې په هر ډول یې زړه وغواړی په همغه ډول خپله لیکنه وکړی.

څلورم ـ The right to take time to think (د فکر او سوچ لپاره د وخت اخیستلو حق): همدارنګه لیکوال او څېړونکی حق لری چې څومره وخت یې په فکر، سوچ او لیکنه مصـرفیږی هغه ترلاسه کړی، هېڅوک باید د لیکوال یا څېړونکی څخه دا حق وانخلی چې په هغه فشار راوړی او عاجل ترې د لیکنې غوښتونکی شی، د عاجل کار بیا یو زیان دا هم وی چې لیکوال د فشار له امله یوه لیکنه یا څېړنه ترسره کوی چې هغه بیا طبیعی نه راځی او ډېرې ستونزې په کې شاید پیدا شی نو لیکوال او څېړونکی ته باید د هغه د غوښتنې په اساس وخت ورکړل شی تر څو په پوره معیارونو برابره یوه طبیعی لیکنه ترسره کړی.

پنځم ـ The right to borrow from other writers (د نورو لیکوالانو له لیکنو څخه د اقتباس حق): لیکوال او څېړونکی کولای شی چې د منبع په ذکر کولو سره یوه مشخصه موضوع د نورو لیکوالانو له لیکنو څخه اقتباس یا قرض کړی، یعنې دا هم د لیکوال او څېړونکی حق دی چې کولای شی د نورو کتابونو څخه اخیستنه وکړی او هغې ته په خپله لیکنه یا څېړنه کې ځای ورکړی دا چې څومره اخیستنه کولای شی دا د څېړنې په اصولو کې یو جلا بحث دی چې دلته زموږ له موضوع سره اړخ نه لږوی ځکه پرې بحث نه کوو.۱۲

شپږم ـ د اثر د نشـرولو حق: لیکوال او څېړونکی حق لری چې خپل لیکل شوی اثر نشـر کړی، نشـر د اثر د رامنځته کوونکی یا د هغه د مالک له موافقې وروسته عامه خلکو ته د اثر خپرول یا نمایش څخه عبارت دی. ۱۳، لیکوال د نشـر پر مهال د دې آزادی لری چې په هر ځای کې کولای شی خپل اثر نشـر کړی، یعنې لیکوال کولای شی خپله مستقیماً یا هم د یوې مطبعې له لارې خپل اثر نشر کړی دا د لیکوال ذوق او خوښۍ پورې اړه لری او دا یې حق دی.

اووم ـ د اثر د ملاتړ حق: لیکوال او څېړونکی حق لری چې دولت د هغه د اثر څخه ملاتړ اعلان کړی او د ده د هر ډول حقوقو څخه دفاع وکړی، د افغانستان د کاپی رایټ قانون په اوومه ماده کې هغه آثار په نښه شوی دی چې دولت له هغې څخه ملاتړ کوی دغه اثر په دې ډول دی: (۱ـ ادبی اثر لکه: کتاب، رساله، بروشر، مقاله، نمایشنامه او نورې علمی لیکنې. ۲ـ شعر، ترانه، سندره. ۳ـ سمعی او بصـری اثر چې د سینما په پردو یا راډیـوـ تلویزیون کې نشـریږی. ۴ـ نقاشی، تصویر، طرح، رسامی، ګرافیکی آثار، حکاکی، سنګی چاپ. ۵ـ مجسمه ۶ـ فنی اثر ۷ـ کمپیوتری برنامې ۸ـ نمایشی اثر (ډرامه) ۹ـ معماری. ۱۰ـ نور ادبی، علمی او هنر آثار.)۱۴

اتم ـ د اثر د مالکیت حق: هر لیکوال او څېړونکی د خپل اثر مالک دی، او د هغه په اړه پوره واک لری چې په هر ډول یې وغواړی نشـر یې کړی، خرڅ یې کړی او یا یې چا ته ډالۍ کړی. په دې اړه د افغانستان د کاپی رایټ قانون لسمه ماده وایی: (هغه شخص چې نوم یې په اثر کې لیکل کېږی، د هغه منځته راوړونکی (مالک) پېژندل کېږی، خو دا چې مخالف دلیل یې ثابت شی.) ۱۵ که چېرې یو څوک د یو شخص لیکل شوی اثر چې د هغه ملکیت دی په خپل نوم چاپ کړی نو بیا د همدې کاپی رایټ قانون په اساس محاکمه کېږی.

نهم ـ مادی حقوق: لیکوال او څېړونکی حق لری چې د خپل لیکل شوی اثر له لارې مادی امتیازات لاس ته راوړی مګر هغه مهال یې نشـی کولای چې خپل لیکوال یا څېړونکی موافقه وکړی. د افغانستان د کاپی رایټ قانون په یوولسمه ماده کې لیکوال او څېړونکی ته مادی حق منل شوی دی او هغه ته یې د دې حق ورکړی دی چې کولای شی هغه په مکمل ډول وپلوری یا په کرایه یې ورکړی او بل هر ډول چې لیکوال او څېړونکی وغواړی له هغه مادی ګټه لاس ته راوړی.۱۶

لسم ـ معنوی حقوق: لیکوال او څېړونکی کولای شی چې د خپلې څېړنې یا لیکنې له لارې معنوی حقوق ترلاسه کړی، دا چې معنوی حقوق کوم دی په دې اړه د افغانستان د کاپی رایټ قانون دولسمه ماده داسې صراحت لری: (د اثر معنوی حقوق، د هغه په منځته راوړونکی پورې منحصر دی، د انتقال وړ نه دی. د اثر منځته راوړونکی د لاندې معنوی حقوقو لرونکی دی: ۱ـ په اثر کې د نوم یا مستعار نوم ذکر کول یا نه ذکر کول. ۲ـ د هغه اثر په هکله چې د اثر د منځته راوړونکی عزت یا شهرت ته زیان ورسوی د هر ډول تحریف، توضیح، اصلاح یا تحقیروونکی عمل منع. ۳ـ د اثر پر هر ډول تحریف، د شکل پر بدلون یا تصرف، اعتراض.)۱۷

یوولسم ـ د کاپی  رایټ حق: د یوې لیکنې یا څېړنې ټول حقوق (د نشـر حق، د ژباړې حق، د چاپ حق، معنوی حق) د لیکوال او څېړونکی پورې اړه لری هېڅوک نشـی کولای چې هغه پرته د لیکوال له اجازې څخه وژباړی، یا یې نشـر کړی، یا هم پر خپل نوم د غلا په شکل چاپ کړی او هم د لیکوال یا څېړونکی له لیکنې او څېړنې استفاده وکړی خو د لیکوال نوم د مأخذ په ډول یاد نه کړی، که چیرې دا ډول اعمال پرته د لیکوال له اجازې څخه ترسره شول د کاپی رایټ قانون په اساس شخص محاکمه کېږی.

دولسم ـ د ګډ اثر د لیکلو حق: لیکوال او څېړونکی حق لری چې د یو بل لیکوال یا نورو ډېرو لیکوالانو او څېړونکو سره په ګډه یو اثر ولیکی او یا یوه څېړنه ترسره کړی. په ګډ اثر کې بیا هر لیکوال په جلا ډول د خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن ګڼل کېږی .۱۸

دیارلسم ـ د دعوی د اقامې حق: که چېرې د یو لیکوال یا څېړونکی له اثر څخه غلا وشی، یا بل څوک یې په خپل نوم چاپ کړی، یا پرته د لیکوال او څېړونکی له اجازې څخه وژباړی او یا یې په غلا د مادی ګټې لپاره چاپ کړی، لیکوال او څېړونکی حق لری چې په محکمه کې پرې دعوه اقامه کړی. په دې اړه د کاپی رایټ قانون نهه ویشتمه ماده وایی: (هغه شخص چې په دې قانون کې درج شوی حکمونه نقض کړی، متضـرر یا د هغه قایم مقام کولای شی د لیکلی غوښتنلیک پر اساس د هغه علیه مدنی او جزایی دعوی د محکمې په وړاندې اقامه کړی.)۱۹

څوارلسم ـ له وفات څخه وروسته د اثر د چاپ حق: د لیکوال او څېړونکی اثر د دولت له ملاتړ څخه برخمن دی او دا د لیکوال او څېړونکی حق دی چې د هغه له وفات څخه وروسته هم د هغه اثر چاپ او نشـر کړی، په دې اړه د کاپی رایټ قانون شپاړسمه ماده وایی: (د اثر د منځته راوړونکی چاپ شوی یا خپور شوی اثر، د هغه له وفات وروسته تر پنځوسو کلونو مودې پورې، خو دا چې د خپل ژوند پر وخت یې په لیکلې بڼه بل ډول تصمیم نیولی وی.)۲۰

دلته له بل ډول تصمیم څخه موخه داده چې کېدلای شی لیکوال یا څېړونکی خپل اثر د بیا چاپ حق او له هغه مادی ګټه اخیستنه خپلو ورثو ته انتقال کړې وی، او دا د لیکوال بل حق دی چې کولای شی خپل اثر خپلو ورثو ته انتقال کړی او هغوی د دې له مادی حقوقو څخه برخمن شی.

د لیکوال او څېړونکی وجایب:

لیکوال او څېړونکی د حقوقو علاوه ځینې وجایب او مسؤولیتونه هم لری چې باید هغو ته پام وکړی، د لیکوال او څېړونکی مهم وجایب په لاندې ډول دی:

لومړی ـ حق ویل: د یو ښه لیکوال او څېړونکی لپاره دا حتمی ده چې د رښتیا ویلو حوصله ولری، لیکنې او څېړنې د لوبو او ساعت تېرۍ کار نه دی، بلکې یو مسلک دی، د تحقیق په ټوله دوره کې د محقق لپاره اړینه ده چې له دروغو، دوکې او ریا کارۍ څخه ځان وساتی، ځکه دا ځانګړنې په څېړنیز مسلک کې ځای نلری.۲۱

دوهم ـ له انصاف او امانت دارۍ څخه کار اخیستل: اکثره وروسته پاتې ټولنو کې په خلکو او ولس باندې ظلم کېږی، د دوی مال خوړل کېږی او همدارنګه له دوی سره له انصافه کار نه اخیستل کېږی، همدا شان کله کله له علمی بې انصافۍ نه هم کار اخیستل کېږی، لکه د یو لیکوال له اثره استفاده کول او د اقتباس په ډول نه ښودل او یا دا چې د څېړنې پرمهال د څېړنې له موادو څخه په پوره امانتدارۍ ساتنه کول او په هغې کې لاس وهنه نه کول، بلکې څه شی چې د خلکو د نظریاتو څخه لاس ته راغلی باید په پوره امانتدارۍ په څېړنه او لیکنه کې ځای په ځای شی او خلکو ته ورسول شی، همدارنګه د موادو په تحلیل کې باید له انصاف نه کار واخیستل شی هېڅکله شخصـی کرکې او بدبینۍ باید په څېړنه کې ځای په ځای نشی.۲۲

پورتنۍ خبرې ته الله تعالی هم په قرآن کې اشاره کړې ده چې وایی: (إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلی‏ أَهْلِها وَ إِذا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا یَعِظُکُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ کانَ سَمیعاً بَصیراً)۲۳

ژباړه: بېشکه الله امر کوی په تاسې (ای مؤمنانو) د دې چې وسپارئ تاسې امانتونه اهل د اماناتو ته او کله چې حکم کوئ تاسې (ای قاضیانو، ای حاکمانو) په منځ د خلکو کې نو حکم وکړئ په انصاف سره.۲۴

درېیم: د دروغو او افواهاتو نه لیکل: په څېړنه او لیکنه کې دروغ لیکل د علماوو په نزد له هغه دروغ ډېر زیانمن دی چې یو سړی یې په عادی ژوند کې له خپل ملګری یا کورنیو غړو سره وایی، ځکه ستا په څېړنه خلک اعتماد کوی او په هر ځای کې یې د استناد په ډول وړاندې کوی، همدارنګه نور څېړونکی او لیکوالان ترې په خپلو آثارو کې ګټه اخلی نو که چېرې تا یو دروغ لیکلی وی نو هغه څو لاسه خپریږی چې بیا دا خپریدونکی دروغ کېدلای شی چې د ډېرو خلکو ژوند، ټولنې شرایطو او یا شخصـی کاروبار ته صدمه ورسوی، په دې اړه الله تعالی فرمایی: (فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَری‏ عَلَی اللَّهِ کَذِباً أَوْ کَذَّبَ بِآیاتِهِ إِنَّهُ لا یُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ)۲۵

ژباړه: نو څوک دی ډېر ظالم له هغه چا نه چې تړی پر الله باندې دروغ یا نسبت د دروغو کوی آیتونو د ده ته، بیشکه شان دا دی چې خلاصی نه مومی مجرمان.۲۶

څلورم ـ له تعصب څخه ځان ساتل: لیکوال او څېړونکی په هېڅ وجه نشـی کولی چې په مذهبی، ژبنیز، قومی او یا هم سیمه ییز تعصب کې ښکیل وی، څېړنه بې طرفه او د عدالت او رښتنولۍ پر اصولو ولاړ عمل دی چې که کوم څوک د چا د شخصیت په اړه څېړنه کوی او نوموړی شخص له خپل قوم یا ژبې څخه تېر شوی وی، نو څېړونکی باید هر څه واضح او صفا ولیکی، څېړونکی له سیمه ییز، قومی او ژبنیز تعصب څخه خالی او له دې ناوړه اعمالو څخه لوی شخصیت دی.

پنځم ـ لیکوال او څېړونکی باید منونکی وی: که چیرې څېړونکی د خپلې څېړنې لپاره کومه فرضیه غوره کړی، که چېرته د هغې فرضیې په خلاف دلیلونه پیداکېږی، هغه باید ومنی او په پوره شوق سره خپل کار ته ادامه ورکړی، یعنې څېړونکی او لیکوال غواړی چې یوه موضوع په داسې ډول ثابته شی چې دده د نظریې مطابق وی خو کله لیکنه یا څېړنه پیلوی داسې اسناد پېداکوی چې د ده د نظریې خلاف وی نو څېړونکی باید هغو اسنادو ته تسلیم شی او له خپلې نظریې تېر او په پوره امانتدارۍ څېړنه ترسره کړی.

شپږم ـ زحمت اېستل او صبر کول: د څېړونکی او لیکوال کار تل زحمت، خواری کښل او هڅه غواړی، هغه څوک به د څېړنې په کار کې بریالی وی چې زحمت باسی او په پوره صبر او حوصلې سره کار کوی. د څېړنو په برخه کې کله کله د لږ کار لپاره ډېر زحمت ایستلو اړتیا وی. څېړونکی که د ډېر کار او زحمت څخه وروسته کومې پایلې ته ونه رسېږی، بیا هم په خورا مینې او حوصلې سره باید خپل کار ته ادامه ورکړی او د حقیقت موندنې لپاره باید زحمت وباسی. ۲۷

اووم ـ د اسنادو کره کول او د خبرې تصدیق: څېړونکی او لیکوال باید پوره هڅه وکړی چې کوم اسناد په لاس ورغلی دی هغه سم دی او که نه؟ داسې نشـی په کومو تزویری اسنادو خپل استناد وکړی او ټوله څېړنه یې بې بنیاده شی همدارنګه څېړونکی باید د حقایقو د اثبات لپاره خپلې خبرې تصدیق کړی، همدغه د خبرو تصدیق د څېړنې روح او د روان استازولی کوی یعنې د فرضیو د اثبات پرته څېړنه هېڅ معنی نه لری او داسې څېړنه دا معنی لری چې انسان دې موجود وی خو روح دې پکې نه وی.۲۸ په دې اړه الله تعالی فرمایی: (یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن جَاءَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَن تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَهٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ)۲۹

ژباړه:اى مؤمنانو! که کوم فاسق تاسې ته له کوم خبر سره راشی نو تاسې تحقیق وکړئ، له جهته د وېرې د دې چې وبه رسوئ تاسو یوه قوم لره ضرر او تاوان په ناپوهۍ سره نو پس وبه ګرځئ تاسو په هغه څه سره چې مو عمل کړی دی خفه او پښیمانه.۳۰

اتم ـ د ویلو، لیکلو ا و عمل ترمنځ توازن: د څېړونکی او لیکوال د لیکلو، فکر او عمل تر منځ توازن مهمه مسئله ده. که لیکوال کوښښ وکړی چې د فساد پر ضد تحقیقاتی پروژه پیل او پای ته ورسوی؛ خو دی په خپله په فساد کې اخته وی او د ده د ویلو، لیکلو او عمل تر منځ برابری موجوده نه وی، نو کله هم د داسې لیکوال خبرې تأثیر نه کوی.

نهم ـ له مبالغې څخه کار نه اخیستل: کله کله ځینې څېړونکی او لیکوالان په خپلو لیکنو کې مبالغه کوی، یعنې لاس ته راغلی معلوماتو کې اضافه والی کوی او دا اضافه والی د مبالغې حد ته رسېږی، د څېړونکی او لیکوال په کار کې مبالغه ځای نلری، بلکې د دوی باید هره جمله او هر لفظ ډېر عامیانه او په حقیقت ولاړ وی. د تحقیق کار چاته د شخصیت ورکولو او یا هم د چا د شخصیت جریحه دار کولو نه دی، بلکې هغه څه چې واقعیت وی او د ټولنې ستونزې او حل لارې په کې نغښتې وی همغه باید شریک شی.

لسم ـ د اثر ثبت کول: لیکوال او څېړونکی مکلف دی چې خپل لیکل شوی اثر په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ثبت کړی تر څو سبا له هر ډول جنجال سره مقابله وکړی او د غلا مخنیوی یې هم شوی وی، د افغانستان د کاپی رایټ قانون اتمه ماده همدا وړاندیز کوی چې باید لیکل شوی اثر ثبت شی، یاده ماده وایی: (د اثر منځته راوړونکی کولای شی خپل اثر د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبت کړی.)۳۱

د پورتنیو وجایبو علاوه لیکوال او څېړونکی ځینې نور وجایب هم لری چې باید ترسره یې کړی، خو پورتنی ذکر شوی وجایب یې عمده دی او په همدې موخه مو ترې یادونه هم وکړه.

پایله

لیکنې او څېړنې ته هره ټولنه اړتیا لری او باید د یوې ټولنې لیکوالان او څېړونکی له هر ډول فساد، چاپلوسۍ او خیانت څخه پاک وی، لیکنې بېلا بېل ډولونه لری چې د هغې له جملې څخه یې یوه هم څېړنه ده، یعنې د څېړنې او لیکنې ترمنځ فرق دادی چې لیکنه کل دی او څېړنه د لیکنې جز دی، یعنې هره څېړنه یوه لیکنه ده خو هره لیکنه بیا څېړنه نشـی کېدلای. لیکوال بیا یو لړ حقوق لری لکه: په هر ځای کې د لیکلو حق، د تجربې کولو حق، د فکر او سوچ لپاره د وخت درلودلو حق، د نورو لیکوالانو د لیکنو څخه د اقتباس حق، د لیکنې د نشـر حق، د لیکنې د مالکیت حق، د کاپی رایټ حق، د ګډ اثر د لیکلو حق، د دعوی د اقامې حق او نور مادی او معنوی حقوق. د دې حقوقو علاوه لیکوال او څېړونکی مکلف دی چې ځینې وجیبې مراعات کړی د بېلګې په توګه: د امانتدارۍ ساتنه، له انصاف څخه کار اخیستل، دروغ نه ویل، د اسنادو دکره والی تصدیق، د اثر ثبتول، د تعصب څخه کار نه اخیستل، د ویلو، لیکلو او عمل ترمنځ توازن او داسې نور… که چېرې د یو لیکوال حقوق تلف کېږی، نو کولای شی چې د کاپی رایټ قانون په اساس په تلف کوونکی شخص په محکمه کې دعوه اقامه کړی او د خپل حق غوښتونکی شی، او که چېرې زموږ په ټولنه کې یو لیکوال له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړی نو لرې نه ده چې په لیکوالانو کې به فوق العاده اصلاحات راشی او په واقعی بڼه به د ټولنې ستونزې راوباسی او د حل لارې به ورته وړاندیز کړی.

مأخذونه

۱: سید محی الدین هاشمی، د لیکوالۍ هنر، میهن خپرندویه ټولنه، جلال آباد،۱۳۹۵ هـ.ش کال، ۵ مخ

۲: امرالله امید، شفاهی مصاحبه، ۱۳۹۸ هـ.ش کال، د سرطان د میاشتې ۱۵ نېټه.

۳: ابو الاعجاز حفیظ صدیقی، کشاف تنقیدی اصطلاحات، مقتدره قومی زبان، اسلام آباد، ۱۹۸۵م کال، ۲۶ مخ.

۴: فخر الدین قانت، د علمی څېړنو او پلټنو تګلاره، ۱۴ مخ.

۵: سید محی الدین هاشمی، مخکینی مأخذ، ۲۸۳ مخ

۶: الحجرات سورت، ۶ نمبر آیت.

۷: کابلی تفسیر، دوهم جلد، الحجرات سورت، ۱۲۰۷ مخ.

۸: محمد سورت، ۲۴ نمبر آیت.

۹: کابلی تفسیر، دوهم جلد، محمد سورت، ۱۱۶۵ مخ.

۱۰: ابوداود کتاب الطهاره ج۱ص۶۰.

۱۱: څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمی سره شفاهی مرکه، مرکه کوونکی: عبدالصبور مبارز، نېټه: ۱۳۹۸/۰۴/۲۵، سې شنبې ورځ.

۱۲: Dr Jeni Smith او Simon Wrigley, The rights of the writer, online PDF link: http://www.nwp.org.uk/uploads/۵/۷/۵/۲/۵۷۵۲۲۷۱۹/poster_right_to_write2.pdf

۱۳: د افغانستان د مؤلف، مصنف، هنرمند او څېړونکی د حقوقو ملاتړ (کاپی رایټ) قانون، پرله پسې ګڼه (۱۲۳۰)، څلورمه ماده، ۷ فقره.

۱۴: مخکینی مأخذ، اوومه ماده.

۱۵: مخکینی مأخذ، لسمه ماده، لومړۍ فقره.

۱۶: مخکینی مأخذ، یوولسمه ماده.

۱۷: مخکینی مأخذ، دولسمه ماده.

۱۸: مخکینی مأخذ، څلور ویشتمه ماده.

۱۹: مخکینی مأخذ، نهه ویشتمه ماده.

۲۰: مخکینی مأخذ، شپاړسمه ماده.

۲۱: عزت الله ادیب، د څېړونکی صفتونه، د لاس رسۍ آنلاین لینک: https://www.academia.edu/۲۷۵۲۷۶۵۷/Research_Method_Pashto_-_Article_2

۲۲: سید اصغر هاشمی، په اسلامی او نویو څېړنو کې د څېړونکی ځانګړنې، تاند خپرندویه ویب سایټ، حوت ۱۳۹۵ هـ.ش، د لاس رسۍ آنلاین لینک: http://www.taand.com/archives/۸۶۶۹۵

۲۳: النساء سورت، ۵۸ نمبر آیت.

۲۴: کابلی تفسیر، لومړی جلد، النساء سورت، مخ ۴۸۸.

۲۵: یونس سورت، ۱۷ نمبر آیت.

۲۶: کابلی تفسیر، لومړی جلد، یونس سورت، مخ ۱۱۶۹.

۲۷: عزت الله ادیب، د څېړونکی صفتونه، د لاس رسۍ آنلاین لینک: https://www.academia.edu/۲۷۵۲۷۶۵۷/Research_Method_Pashto_-_Article_2

۲۸: سید اصغر هاشمی، په اسلامی او نویو څېړنو کې د څېړونکی ځانګړنې، تاند خپرندویه ویب سایټ، حوت ۱۳۹۵ هـ.ش، د لاس رسۍ انلاین لینک: http://www.taand.com/archives/۸۶۶۹۵

۲۹: الحجرات سورت، ۶ نمبر آیت.

۳۰: کابلی تفسیر، دوهم جلد، الحجرات سورت، مخ ۱۲۰۷.

۳۱: د افغانستان د مؤلف، مصنف، هنرمند او څېړونکی د حقوقو ملاتړ (کاپی رایټ) قانون، پرله پسې ګڼه (۱۲۳۰)، اتمه ماده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.