څېړندی رحیم الله حریفال، دګهیځ ټولنې مرستیال
- لنډیز:
د لیکوالی اړوند موضوعاتو په اړه ډېر څه لیکل شوی، خو په پښتو ژبه کې په یاده برخه کې لا ډېرو لیکلو او بحثونو ته اړتیا لیدل کېږی او دا ځکه چې پښتانه او د پښتو ژبې ویونکی له کلونو ــ کلونو را په دې جنګ جګړو له زده کړو او تعلیم څخه لرې ساتلی وو، خو که څه هم له یوې خوا جګړو ټول افغانان متاثره کړل، خو هجرت او کډوالی بیا څه نا څه ګټې هم ورسولې. د هجرت په دیار کې نوی نسل زده کړې وکړې، پوهنتونونه یې ولوستل او بیا په ځانګړې توګه په وروستیو اتلسو کلونو کې په ټولو ولایتونو کې ښوونې او د ښوونځیو جوړولو ته جدی توجه وشوه، په ډېرو ولایتونو کې پوهنتونونه جوړ شول او په دغو تعلیمی مرکزونو کې د لومړی ځل لپاره په مورنۍ ژبه زده کړو ته پام وشو، نو کله چې په یوه ټولنه او هېواد کې د زده کړو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو کچه لوړه شی، هلته بیا لیکوالی هم د معیار لور ته حرکت کوی، خو بیا هم د لیکوالۍ او ادبیاتو د برخو پوهانو او استادانو ته په کار دی چې په دې برخه کې د تاندو او ځوانو استعدادونو د غوړېدا لپاره ډېر څه وکړی، د هغوئ د روزلو لپاره کتابونو او بېلابېلې لیکنې وکړی. په ځانګړې توګه په ښوونځیو او پوهنتونو کې د مورنۍ ژبې د زده کړې او پراختیا لپاره کار وکړی، ځکه یو انسان هغه وخت ښه لیکوال کېدلای شی چې په خپله مورنۍ ژبه بشپړه برلاسی ولری او یا هم ویلای شو چې په هره ژبه کې چې غواړی لیکوالی وکړی باید په نوموړې ژبه پوره حاکم وی، ځکه که د لیکوالی په نورو ټولو رمزونو پوه هم شی، خو چې په ژبه کې مهارت ونه لری، لیکوال کېدل یې ناشونی دی. بله خبره دا چې که چېرې د چاپېریال، کور، ښونځی او پوهنتون ژبه یوه شی، هلته بیا د لیکوالی او نویو لیکوالانو د را پیدا کېدو لپاره ښه زمینه برابرېږی.
- مقدمه:
لیکوالی که له یوې خوا فطری ده، خو اکتسابی هم ده او استعدادونه هغه وخت غوړېږی چې وروزل شی او ستړیاوې وزغمی. په نورو پر متختللو هېوادونو کې که وګورو هلته د لیکوالانو ټولی بېل او ځانګړی اشخاص دی، خو په وروسته پاتې ټولنو او هېوادونو کې بیا دا معیار بل ډول دی او باید هم بل ډول وی، ځکه یو هېواد چې کله پرمختګ کوی، نو هر څه په لومړیو کې خام او پیکه وی، خو وروسته قرار ــ قرار د معیار لور ته حرکت کوی. د نویو او مبتدی لیکوالانو پر مخ باید د لیکوالۍ دروازې ونه تړل شی، بلکې و هڅول یې په کار دی چې د پخې او معیاری لیکوالۍ لور ته ولاړ شی او په راتلونکې کې ګڼ شمېر مبتکر او پاخه لیکوالان ولرو، خو څوک چې غواړی د لیکوالی پر باریکه لار سفر ته دوام ورکړی، نو د ځینو مهمو او بنسټېزو ټکو په پام کې نیول ورته اړین دی. د دغه ټکو شمېر زیات دی، خو ځینې بیا دومره مهم دی، چې هغو ته نه پام کول، د لیکوال کېدو مخنیوی کوی، چې په دې لیکنه کې به په دغو ابتکاری ټکو رڼا واچوو او خبرې به پرې وکړو.
- له ژبې سره بلدتیا:
موږ ته د خپلې مورنۍ ژبې زده کړه او له هغې سره بلدتیا عادی او بدیهی خبره په نظر راځی او داسې فکر کوو، چې دا خو مو مورنۍ ژبه ده، نو د دې په زده کړه کې به کومه ستونزه ونه لرو، خو که چېرې غواړو چې ښه او مسلکی لیکوالان شو، د هغې ژبې زده کول ډېر اړین او مهم دی، په کومه ژبه چې موږ لیکوالی کوو، خو متاسفانه زموږ په هېواد کې تر ټولو ستره ستونزه د ژبې نه زده کړه ده، نو که چېرې مو ژبه نه وی زده او یا یې هم له ځینو باریکو او پېچلتیاوو څخه نا خبره یوو، بیا مو نو د لیکوال کېدو هیله او ارمان یو خوب دی. د یادې ستونزې اصلی لامل هم متاسفانه د هېواد په تعلیمی او ښوونیز نظام کې دی، ځکه د ژبې ارواپوهنه وایی، چې د ژبې زده کړه، خپل ځانګړی وخت لری او دا پړاو د ماشوم د عمر تر دولس کلنۍ یا هم څوارلس کلنۍ پورې دوام کوی او همدا مرحله د ژبې د زده کړې بهترینه او غوره مرحله ده او کله خو بیا داسې هم شوی دی چې یو څوک تر لوړو زده پورې تحصیلات په بله ژبه کوی، نو خپله ژبه ترېنه پاتې وی، په داسې حال کې نو بیا په خپله مورنۍ ژبه لیکوالی کول ناشونی او ستونزمن کار ښکاری. د نورو ژبو د زده کړې تر څنګ باید د خپلې ژبې زده کولو ته ډېر وخت ورکړو.
- مطالعه وکړئ!
لیکوال کېدل تر نورو ټولو برخو زیاد مطالعې ته اړتیا لری، ځکه کله که په ذهن کې موږ څه ونه لرو، نو لوستونکو ته به څه وړاندې کړو. مخکې موږ د ژبې د زده کړې او له ژبې سره د بشپړې بلدتیا خبره وکړه، کله که موږ ژبه ښه هم زده کړو، خو په الفاظو یا هم دغو ظرفونو کې د وړاندې کولو لپاره څه ونه لرو، نو بیا هم لیکوال نه شو کېدای. څوک چې غواړی لیکوال شی. د هغوی د عمومی معلوماتو کچه باید لوړه وی، کېدای شی موږ په یوه ځانګړې موضوع د کار پر مهال تخصصی مطالعه وکړو، خو د دغې ځانګړې مطالعې تر څنګ مو باید د عمومی مطالعې او معلوماتو فیصدی ډېره لوړه وی. بل دا چې د مطالعې په وخت کې دقیق پام وکړو، درک یې کړو، تحلیل یې کړو او بیا یې ذهن ته وسپارو چې وروسته به له موږ سره په لیکلو کې ډېره مرسته وکړی. د ژبې زده کړه او مطالعه په لیکوالی کې مهم او بنسټیز رول لری، که له دغو برخو څخه یوه برخه کمزورې وی، نو د لیکوالی هیلې به هم نیمګړې پاتې وی.
استیون کینگ د لیکوالۍ په برخه کې ښکلې توصیې لری، یو ځای وایی: «مطالعه د هر لیکوال د خلاقیت هسته او مرکز دی.»
- په لیکلو کې افراط وکړئ!
که غواړئ چې ښه لیکوال شئ، نو په لیکلو کې افراط وکړئ، په لیکلو کې کې افراط ورځ تر بلې زموږ شهامت د هغو شیانو په لیکلو کې زیاتوی، چې له لیکلو سره یې مینه لرو. په لیکلو کې افراط یعنې، چې هم په سفر کې کتاب او قلم در سره وی، هم په لوږه او هم په ماړه نس لیکنه پرې نه ږدې، کله چې په قلم او کاغذ له لیکلو ستړی شوئ، نو کمپیوټر ته مخه کړئ او کله چې له کمپیوټر نه ستړی شوئ، پنسل او کاغذ ته ور وګرځئ. تل د هغو جملو په لیکلو لاس پورې کړئ، چې تاسو هر لحظه په خپل ذهن کې پسې ستړی او لالهانده یاست. د ورځې لیکلی یادښتونه مو له شپې ترتیب او منظم کړئ. که مو ذهن ته ځانګړی څه نه درځی، دا تشویش مه کوئ چې دا خو ډېر مهم نه دی، بلکې هماغه عادی شیان د کاغذ پر مخ پلی کړئ او ویې لیکئ. باید په افراطی توګه لیکنه وکړئ، تر څو پر ذهن مو ناسته ویره له منځه ولاړه شی او بیا قرار ــ قرار د علمی مقالو او مضمونونو په لیکلو لاس پورې کړئ او تر هغه پورې دغه کار ته دوام ورکړئ، تر څو د نه لیکلو ټولې بهانې له منځه ولاړې شی. دا چې غواړئ لیکوال شئ، نو له دې غوره شوی مسلک سره مو لیونئ مینه وساتئ او لکه له خپلې مینې سره چې د ډېر وخت پاتې کېدو هیله لرئ، همداسې له لیکلو سره هم زیات وخت و اوسېږئ او هېڅکله هم باید ورسره ستړی او خسته نه شئ. د هغه کار لپاره چې تاسو ورسره له زړه مینه لرئ، نو فرصت موندلو ته شېبې مه شمېرئ، بلکې هر وخت فرصت او غنیمت وګڼئ او لیکل وکړئ.
- کیسه ولیکئ!
که له کیسې او داستان لیکلو سره مینه هم نه لرو او علاقه مو دا وی، چې علمی مقالې او یا هم پروپوزلونه ولیکو، بیا هم باید هڅه وکړو چې داستان ولیکو او د کیسې لیکلو او ویلو مهارت زده کړو.
ایرانی لیکوال صادق هدایت وایی: « کیسه ناکامو هیلو ته د رسېدو، یوه د تېښتې لار ده.»
بل دا چې له کیسې او داستان سره ټول انسانان ځانګړې مینه او علاقه لری، نو په کار ده چې غواړو لیکولان شو، باید زیاتره وخت د لیکوالی په کار کې کیسه تر لاس لاندې ولرو او کله چې موږ پر داستان کار کوو، د خپلې کیسې د جذابیت او جالبیت لپاره هڅهکوو، چې په خپل چاپېریال کې موجوده شیانو ته ژور پام او توجه وکړو. دا هم اړینه نه ده چې موږ سناریوګانې او یا هم د فلمونو داستانونه ولیکو، بلکې د خپل ورځنی ژوند واقعات او څه چې زموږ او ستاسو پر وړاندې تېرېږی، هغه را واخلو او د خپل داستان موضوع یې وګرځو. د کیسې په لیکلو کې شاید خپلو نیمګړو هیلو ته هم ورسېږو، داسې ځایونو ته سفر وکړو، چې په واقعی ژوند کې هلته د تلو چانس ونه لرو، له داسې چا سره خبرې وکړو او د خپل زړه درد ورسره شریک کړو چې له هغوئ سره یوه شېبه پاتې کېدل راته د ژوند هومره ارزښت لری.
ماریو بارګاس یوسا وایی: «داستان د ګناهګاره روحونو پناه ځای دی.»
- بې تکلفه لیکل وکړئ!
ځینې انسانان خپل ټول ژوند په تکلف او مصنوعی بڼه تېروی، د هغوئ د ورځنی ژوند حرکتونه هم د نورو انسانانو لپاره ستړی کوونکی وی، نو په ورځنی ژوند کې به لا له مجبوریت نه ورسره ګذاره کوې او یا به هم ځان ترې لرې څنګ ته کوی، خو کله چې لیکنه تکلفی او له طبیعی مسیر څخه لرې وی، لومړی خو دا چې تکلفی لیکنه وړاندې نه ځی او دا حتمی ده، چې په نیمایی کې به پاتې کېږی او که چېرې وهم لیکل شی، نو بې روحه کالبوت ته به ورته وی، چې هېڅوک به هم علاقه او دلچسپی ورسره ونه لری او نه څوک په داسې ستړی کوونکو شیانو او جملو خپل وخت تېروی.
د بې تکلفه لیکنې لپاره یوه ښه لار په تړلو او پټو سترګو لیکل دی. یعنې کله نا کله غوره دا ده چې خپلې سترګې پټې کړو او لیکل وکړو. کله چې په پټو سترګو لیکل کوو، زیات د خپلواکۍ او آزادی احساس کوو، حس کوو چې داخلی نقاد مو سکوت او چوپتیا غوره کړې ده. په تړلو سترګو لیکل لکه مراقبه داسې ده، په دې وخت کې مو ټول تمرکز په هغه څه چې لیکئ یې را ټولېږی. په پټو سترګو، ټولې پرېشانۍ او د حواسو تشتت مو لرې کېږی او یا هم کله د سترګو پټولو پر ځای مو د خونې څراغ خاموش کړئ او په کمپیوټر لیکل وکړئ. په تیاره کې د لیکلو تجربه ډېره عجیبه او غریبه ده. د کلمو د یو ځایوالی په اړه هم باید تشویش ونه کړئ، کله چې سترګې پرانیزئ، خپلې لیکنې ته به حیران شئ او په لیکنه کې مو د فکر نیلی آزاد پرېږدئ.
- وخت سپما کړئ!
ټول انسانان د وخت له کمښت او کارونو له ډېرښت څخه شکایت او ګیله کوی او که تاسو هم دا احساس کوئ چې د لیکلو لپاره کافی وخت نه لرئ، نو لیکوال باید تل په دې هڅه کې وی، چې له وخت نه غلا وکړی او تاسو هم باید خپل تصور ته بدلون ورکړئ، د وخت مدیریت په لیکوال د شپې له خوړو نه هم ډېر واجب دی.
مشهور رومان لیکوونکی آنتونی ترالاپ به، په هرو پنځلسو دقیقو کې درې سوه کلمې لیکلې او هغه په همدې معیار او کچې دقیقاً په ورځ کې درې ساعته لیکل کول او هغه هم مخکې له خپلې اصلی دندې او دارې ته تر تګ وړاندې، نوموړی یاد روش د تاریخ په یوه ډېر کارکوونکی لیکوال بدل کړ.
گهیځ