د نوی کال په راتګ سره د نجونو ښوونځی پرانستل کېږی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۲۶مه) د اسلامی امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، هیله لری چې د نوی لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځی پرانیستل شی.
ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبری اژانس سره په مرکه کې ویلی چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.
هغه زیاته کړې: “په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لری، خو په ځینو سیمو کې د اقتصادی ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملی شی، ښوونځی بند دی. موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو.”
مجاهد دغه راز ویلی چې افغانستان په اوس وخت کې د بشری ځواک له کموالی سره مخامخ نه دی.
د نجونو د زده کړو او کار اجازه د اسلامی امارت له حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسی غوښتنه ګڼل کېږی.
د اګسټ په ۱۵مه د اسلامی امارت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو سیمو کې له شپږم ټولګی پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوی دی.
خو د نوی حکومت چارواکی وایی چې په دې برخه کې د شته ستونزو له حل وروسته د نوی کال په راتګ سره د نجونو ښوونځی پرانستل شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.