معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ مړ شو

د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ مړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ویلي، د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ چې د دغه هېواد د مهمو اقتصادي اصلاحاتو معمار ګڼل کېده، د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.

د خبر پر بنسټ نوموړي د نوي ډیلي د طبي علومو انسټیټیوټ روغتون ساه ورکړې ده.

من موهن سنګ د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د هند لومړي وزیر په توګه دندې ترسره کړې.

د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي نوموړي د هند له “تر ټولو غوره مشرانو” څخه وباله.

هند کې د نوموړي پر مړینه اووه ورځنی ملي ماتم هم اعلان شوی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د سنګ پر مړینه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هند خپل یو تر ټولو نامتو زوی له لاسه ورکړ.

من موهن سنګ په ۲۰۱۱ کال کې کابل ته سفر وکړ، چې د هغه د افغانستان پخوانۍ ملي شورا ته په وینا کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه.

نوموړي د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د خپلو سیاسي هڅو یوه مهمه برخه ګڼله او د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا لپاره یې ځانګړې هڅې کړې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس