د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ مړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسوشېټېډ پرېس خبری آژانس ویلی، د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ چې د دغه هېواد د مهمو اقتصادی اصلاحاتو معمار ګڼل کېده، د ۹۲ کلونو په عمر مړ شو.

د خبر پر بنسټ نوموړی د نوی ډیلی د طبی علومو انسټیټیوټ روغتون ساه ورکړې ده.

من موهن سنګ د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د هند لومړی وزیر په توګه دندې ترسره کړې.

د هند اوسنی لومړی وزیر نریندرا مودی نوموړی د هند له “تر ټولو غوره مشرانو” څخه وباله.

هند کې د نوموړی پر مړینه اووه ورځنی ملی ماتم هم اعلان شوی دی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی د سنګ پر مړینه ژوره خواخوږی څرګنده کړې او ویلی یې دی، چې هند خپل یو تر ټولو نامتو زوی له لاسه ورکړ.

من موهن سنګ په ۲۰۱۱ کال کې کابل ته سفر وکړ، چې د هغه د افغانستان پخوانۍ ملی شورا ته په وینا کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه وکړه.

نوموړی د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د خپلو سیاسی هڅو یوه مهمه برخه ګڼله او د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا لپاره یې ځانګړې هڅې کړې وې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.