ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۱۷مه) د افغانستان دفاع وزارت وایی، د هوایی ځواکونو پخوانی پنځه پیلوټان له بهره بېرته افغانستان ته ستانه شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغو پیلوټانو انځورونه هم خپاره کړی چې د دفاع له سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد سره ولاړ دی.
خبرپاڼه کې دا نه دی ویل شوی چې یاد پیلوټان له کوم هېواده بېرته افغانستان ته ستانه شوی، خو زیاته شوې چې د چارواکو په هڅونه دا کار شوی دی.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلی، هڅې روانې دی چې د ملی دفاع وزارت ټول کدرونه او مسلکی پرسونل چې له هېواده وتلی، بېرته افغانستان ته ستانه شی.
گهیځ