ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۹مه او د مارچ ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت بهرنیو چارو وزارت وایی، د ټاپی پروژې د بشپړېدو چارې له کوم خنډ پرته په منتظم ډول روانې دی.
د یاد وزارت اقتصادی چارو مشر شفیع اعظم وایی خبر ورکوی چې، د پروژې د لا چټکیتا په موخه ښایی نن (د کب ۱۹مه) کابل ته د ترکمنستان هېواد یو پلاوی هم راشی .
اعظم زیاته کړې، د افغانستان پر بانکی سیستم د بندیزونو له کمېدو سره د ټاپی پروژې د پلی کېدو په چارو کې چټکوالی راغلی دی.
نوموړی وایی، دغې پروژې ۸۵ سلنه مالی لګښت د ترکمنستان هېواد ورکوی او پاتې ۱۵یې د افغانستان ، پاکستان او هندوستان هېوادونو پر غاړه دی.
د اعظم په خبره، د اسیا پراختیایی بانک د ټاپی پروژې د مالی ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول رول نه لری او یوازې د دغې پروژې د مالی سلاکار په توګه کارکوی.
اعظم په وینا: ” د ټاپی پروژې کارونه په منظم ډول باندې روان دی. لسم د مارچ به د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راځی او په اړه به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړی. د ټاپی پروژې ۸۵ سلنه سپانسر خپله ترکمنستان دی او پاتې ۱۵سلنه یې افغانستان هندوستان او پاکستان سپانسرکوی او د اسیا پراختیایی بانک په دغه برخه کې یوازې د مالی مشاور حیثیت لری. ”
داسیا پراختیایی بانک له دې وړاندې ویلی وو، چې ترهغې په افغانستان کې د نړیوال مشروعیت نه برخمن حکومت نه وی رامنځ ته شوی، له ټاپی پروژې سره مرسته نه کوی او په دغه برخه کې یې خپل ټول فعالیتونه درولی دی.
گهیځ