د څېړنیز رپورټ لیکنې لپاره د موضوع غوراوی
چمتو کوونکې: پوهنیاره خاټول شفیق، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی استاذه
د موضوع موندنه
د څه په اړه څېړنیز رپورټ ولیکم؟ دا پوښتنه په یوې ستونزمنې مسألې اوړی. د څېړنیز رپورټ لیکنی لپاره د موضوع غوراوی تر ټولو لومړی او مهم کار دی. د څېړنیزې رپورټ لیکنې لپاره موضوع په تصادفی ډول نه موندل کېږی، بلکې ډېر غور او دقت ته اړتیا ده چې د لاندې ټکیو پامنیوی غواړی.
د موضوع ټاکنه یا غوراوی کې مو پام وی؛ داسې موضوع غوره شی چې یو بدلون رامنځته کړی، یوه مسأله افشاء کړی، یو فساد رسوا کړی، د بډې ورکوونکی او بډې اخیستونکی څېره ښکاره کړی، د ظالم څېره بربنډه کړی، یوه جنایی ډله د قانون منګولو ته وسپاری، په ټوله کې داسې موضوع ګانې وی چې ناقانونه کړنې رسوا کړی. د غلو بانډ، د ماشومانو د قاچاق او تښتوونکیو بانډونه رسوا کړی. په ځانګړې توګه په دې پروژې کې پر داسې موضوعګانو کار وشی چې مالی فساد کوونکی رسوا کړی.
څېړنیز خبریالان څرنګه کولای شی د څېړنیز رپورټ موضوع پیدا کړی، څنګه ځان عادت کړئ چې هر چېرې چې یاست د څېړنې د موضوع موندنې فکر وکړئ. څېړنېزې پروژې معمولا د یو وړې ایډیا له یوه څرکه رامنځته کېږی. تاسو کولای شئ د خلکو له مطالعې نه او کومې پېښې مو چې په چاپېریال کې وی موضوع وټاکئ. د څېړنیز رپورټ موضوع کولای شئ له آوازو څخه هم وټاکئ خو هغه آوازې باید تعقیب کړئ. څېړنیز خبریالان اطلاعات لولی، د ورځپاڼو په رپورټونو کې نوې پوښتنې رامنځته کوی د مطبوعاتی اعلامیو او حکومتی اسنادو مهم ټکی لیکی، هغه ستونزې څېړی چې له واقعی کچې لږې منعکسې شوې وی او د هغو پېښو د را برسېرونې په لټه کې وی چې ظاهرا نا منظمې ښکاری.
د څېړنیزې موضوع په غوراوی کې باید دې ټکی ته زیات پام وشی چې د رپورټ لیکلو لپاره څومره وخت لرو. کومه موضوع چې ټاکئ آیا پوره وخت ورته لرئ، داسې موضوع باید وټاکل شی چې تاسو یې په ټاکلی وخت پای ته ورسوئ. که یو څېړنیز خبریال د رپورټ لیکنې لپاره دوه درې موضوع ګانې پیدا کړی نو بیا هم باید فکر وکړی چې دا هره یوه په څومره وخت کې بشپړولای شی. بل مهم ټکی دا دی چې کومه موضوع چې تاسو ټاکئ باید د هغه لپاره لومړی سرچینې په پام کې ونیسئ. د سرچینو لپاره د لاندې ټکیو پامنیوی اړین دی.
– د موضوع په تړاو کومې سرچینې معلومات درکولی شی؟
– آیا سرچینې به تاسو ته اړوند معلومات په آسانۍ درکړی او که نه؟
– آیا سرچینو ته مو لاسرسی څرنګه دی، آسان دی که ستونزمن؟
– آیا سرچینې په کور دننه دی او که بهر؟
– که سرچینې مو بهر وی څرنګه او د کومو وسیلو له لارې ترې معلومات اخیستی شئ؟
– د سرچینو په اړه تر بشپړ معلوماتو وروسته باید د موضوع د غواروی پرېکړه وکړئ.
په څېړنه کې د ټولنیزو مسألو د لاملونو د پیدا کولو لپاره، یا دا چې داسې موضوع وټاکل شی چې خلکو ته یې یو ابهام رامنځته کړی وی او مسأله ورته روښانه نه وی.
«څېړنیز خبریال باید د موضوع په اړه ښه پوهاوی ولری، ځکه څېړنیز رپورټ لیکل تخصص غواړی. خو هېره مو نشی چې د څېړنې د موضوع سره بلدتیا که څه هم اړینه ده خو د موضوع په اړه یوازې ښه پوهېدل بسنه نه کوی ځکه چې د موضوع ټاکل یوازې د څېړنې یو او لومړی ګام دی» (شکیب هاشمی , ۱۳۹۳, پاڼہ ۷۸).
څېړنیز موضوعات مو په تصادفی بڼه مخې ته نه راځی، کله چې له څېړنیزو موضوعاتو سره مخ شوئ نو کولای شئ چې د څېړنیز رپورټ موضوع ترې جلا کړئ. داسې موضوع وټاکئ چې پای ته یې ورسولای شئ.
د موضوع تر غوراوی دمخه د هغې مسألې په اړه چې غواړو کار پرې وکړو، ځینې حقیقتونه، اطلاعات، دلایل او لاملونو ته پام وکړو ویې لولو د بېلګې په توګه په دې ورکشاپ کې له فساد سره د مبارزې لپاره څېړنیز رپورټونه لیکو، نو لویه موضوع موږ ته معلومه ده په دې اړه عمومی معلومات باید ولرو.
په دویم ګام کې فساد په بېلابېلو برخو کې په پام کې ونیسو او ورباندې څېړنیز رپورټونه ولیکو. یو شمېر پوښتنې باید ځواب کړو.
مهدی ماحوزی خپل کتاب رپورټ لیکنه(نګارش، ویرایش و پژوهش) کې لیکی د رپورټ لیکنې پر مهال باید پوه شو چې موخه څه ده او اخیستونکی(مخاطبان) مو څوک دی؟
د دې ترڅنګه یو څېړنیز خبریال باید د موضوع تر غوراوی د مخه خپلې مخې ته دا پنځه پوښتنې کېږدی.
۱- موخه مو څه ده؟
۲- اخیستونکی(مخاطب) مو څوک دی؟
۳- عمومی موضوع د څه په اړه ده؟
۴- د موضوع په اړه د خبریال د پوهاوی او تجربو کچه څومره ده؟
۵- د خپراوی وسایل کوم دی؟
۱- د رپورټ لیکنې د موخې مشخصونه
(د رپورټ لیکلو موخه مو څه ده؟ )
د موضوع تر غوراوی وروسته د رپورټ پر عمومی او ځانګړې موخې فکر وکړئ او موخه مو وټاکئ. د رپورټ په پای کې اخیستونکی ته څه ورکول غواړئ او هم د اخیستونکو نه څه غواړئ. د بېلګې په ډول غواړئ یو مالی فساد رسوا کړئ او تر څنګه یې فساد کوونکیو ته خبرداری ورکوی چې فساد کوی نو یوه ورځ به رسوا کېږی هم.
۲- اخیستونکی(مخاطبان)
(رپورټ د چا لپاره لیکئ یعنې مخاطبان یا اخیستونکی مو څوک دی؟)
د اخیستونکی په اړه د معلوماتو پیدا کونه او ارزونه
لومړی د اخیستونکی په اړه معلومات او بیا یې ارزونه او شننه وکړو. د مخاطب عمر، جنسیت، د مخاطبانو فرهنګی شالید په اړه معلومات پیدا کړئ، ځکه چې د څېړنې پر مهال باید فرهنګی ارزښتونو ته پوره پام وشی (خاټول, ۱۳۹۷, پاڼہ ۱۲۴)
موږ رپورټ د چا لپاره لیکو د هغوی په اړه دا پوښتنې ځانته ځواب کړئ.
۱- رپورټ د ټولنې کوم پوړ ته لیکئ؟
۲- کومو کسانو لپاره چې رپورټ لیکئ آیا هغوی د موضوع په اړه څه معلومات لری او که نه؟
۳- د اخیستونکی کوم عادات، دودونه او رواجونه چې د رپورټ په اړه تاسو سره کمک کوی؟
۴- د اخیستونکی اقتصادی او ټولنیز وضعیت مو څنګه دی؟
۵ – اخیستونکی مو څه ډول فکر او عقیده لری؟
د اخیستونکی په اړه معلومات تاسو سره مرسته کوی چې پر څه ډول موضوع ګانو باندې رپورټ ولیکئ. د بېلګې په توګه که غواړئ ځوانانو ته رپورټ ولیکئ نو یو ډول موضوع ګانې به ورته په زړه پورې وی یعنې د ځوانانو په برخه کې کوم ډول نا قانونه کړنې دی چې د څېړنیز رپورټ له لارې را ښکاره شی ښې پایلې به ولری او که غواړئ د ښځو په باره کې څېړنیز رپورټ ولیکئ نو بیا هم د مېرمنو لپاره څه ډول موضوع ګانې ښې پایلې لرلای شی.
– په خپله څېړنیز خبریال څه تجربه لری؟
– رپورټ په خپله څېړنیز خبریال ته څه ګټه رسوی؟
– د څېړنیز خبریال وړتیا څومره او کومې موضوع کې ښه دی؟
– څېړنیز خبریال باید خپل ځان وارزوی، تخصص یې څه دی، له سفرونو څه تجربه لری، د کومو سرچینو سره ښې اړېکی لری او دې ته ورته د نورو مسألو په اړه د خپل ځان یوه لنډه ارزونه هم مهم دی.
۳- عمومی موضوع څه ده؟
موضوع د څه په اړه ده یعنې د څېړنیز رپورټ ساحه باید ځانګړې شی. څرنګه چې په دې پروژه کې دا موضوع روښانه ده یعنې د فساد په اړه څېړنیز رپورټ په لومړی پړاو کې تدریسېږی او په دویم ګام کې بیا د فساد په اړه څېړنیز رپورټونه لیکل کېږی.
کله مو چې د ځان او اخیستونکی په اړه ځان ښه پوه کړ بیا د دې موضوع په اړه سوچ کول دی. دې پروژه کې د څېړنیز رپورټ عمومی موضوع د مالی فساد په اړه ده نو تاسو هم باید د مالی فساد په اړه پر بېلابېلو موضوع ګانو فکر وکړئ او څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ.
۴- څلورم پړاو کې دا موضوع مهمه ده چې یو څېړنیز خبریال باید خپلې ځانګړنې، وړتیاوې، تجربې او امکانات هم په پام کې ونیسی باید داسې موضوع وټاکی چې وکولای شی تر سره یې کړی موضوع داسې نه وی چې په نیمه لاره کې یې همداسې پرېږدی. څېړنیز خبریال باید داسې موضوع باندې کار وکړی چې په هغه برخه کې ښه معلومات ولری او د موضوع په تړاو نسبتا تخصصی پوهه ولری.
۱- لومړی باید دا څرګنده وی چې له کومو وسیلو مو رپورټ خپرېږی؟
۲- کومه وسیله به ستاسو د رپورټ خپرولو لپاره تر نورو غوره وی؟
۳- په موجوده وضعیت کې کومه رسنۍ یا وسیله د تخنیکی او فنی پلوه ښه برېښی؟
۴- د کومې رسنۍ له لارې ښه پایله اخیستی شو (پور, ۱۳۶۵, پاڼہ ۳۹)؟
۴- له کوچنی تصوره پیل وشی
– جزیی معلومات؛ لکه: احصایې، د څېړنو پایلې او فاکټونو ته پاملرنه وکړئ.
– اطلاعات وڅېړئ. مثال کېدای شی تاسو ته داسې وویل شی چې یو ستونزه او مسأله رامنځته کېږی، لاړ شئ او د موضوع سم او ناسم معلوم کړئ. ځکه چې لوی لوی څېړنیز رپورټونه له یوې کوچنی تصور څخه پیلېږی او پیل شوی دی. د ماشومانو په برخه کې احصاییه کېږی چې د بېوزلو ماشومانو په اړه څېړنیز رپورټ ولیکئ. یوه داسې ترافیکی پېښه چې پلی خلک پکې مړه شی د څلور لارو او ترافیکی اشارو په اړه څېړنیز رپورټ ولیکل شی او داسې نور چې موږ ته یو فکر یا تصور د څېړنیز موضوع د غوراوی په اړه فکر وکړو.
یوه عامه قاعده ده چې: که کوم کار کې نیمګړتیا وی که فکر کوئ چې نیمګړتیا ثابته کړئ او که تاسو حل لارې او یا لږ تر لږه زیان یې کم وی ښودلی شئ په دې حالت کې تاسو پر څېړنیز رپورټ باندې کار پیل کړئ (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۱۵).
۵- آوازې و ارزول شی
ښایی د آوازو تر شاه حقیقت پټ وی هغه څه چې خلک ترې شکایت لری نو د څېړنیز رپورټ موضوع پکې وی.
د خبریالانو یوه تېروتنه دا ده چې له کومو ستونزو چې خلک شکایت کوی، دوی یې مهمه نه ګڼی ځکه وایی دا موضوع تازګی نلری خو د ورځنیو چارو د ستونزو په اړه ښه څېړنیز رپورټونه لیکل کېږی. هغه ورځنۍ چارې یا ستونزې چې خلک یې د ژوند یوه برخه یا واقعیت ګڼی چې همداسې باید وی. دا موضوع د ښځو په برخه کې ډېره عامه ده، چې ځینې موضوع ګانې یې منلې دی د بېلګې په ډول ښځه د کور ده یا د ګور. تاسو باید د خلکو ګڼې ګڼې ځایونو ته لاړ شئ له خکو سره خبرې اترې وکړئ خلک وغږوئ. مثال د ترافیکی جریمو پرې کوونکیو کتار ته لاړ شئ او خلکو سره پرې خبرې وکړئ. دې کتار کې د خلکو خبرې اترې په غور واورئ ځینو سره چې پېژنئ یې هم نه خبرې اترې پیل کړئ.
۶- ورځنۍ چارې دې وارزول شی
کېدای شی کله له داسې موضوع سره مخ شئ چې باوری شئ دا یوه ستونزه ده. مثال د بدن یو غړی مو ټپی شوی وی او روغتون ته لاړ شئ، په بېړنۍ خونه کې د ډاکټر په تمه یاست ذهن کې مو راګرځی چې په روغتون کې ډاکټر ته انتظار یو عادی امر یا خبره ده؟ آیا دا موضوع په روغتونو کې یو نورم دی؟
آیا دا روغتون د پرسونل د کمی سره مخ دی؟
آیا دا روغتون د بودجې له کمښت سره مخ دی؟
آیا دا روغتونونه پر وخت او سم ډول د ناروغانو درملنه نشی کولای (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۱۸)؟
۷- ورځنی خبرونه تحلیل او ارزیابی شی
د شیکاګو تریبون د پروژو د برخې د تحریر د برخې مدیر جورج پاپاجان وایی: کله مو چې د څېړنیز راپور لپاره د تازه موضوع د پیدا کولو اندېښنه پیدا شوه په هغه صورت کې تاسو د ورځپاڼو او سایټونو لنډ خبرونه او هغه څه ته مراجعه وکړئ چې نا معمول او د خندا وړ وی. داسې موارد پکې پیدا کېږی چې د جدی پاملرنې وړ وی. آیا د دې سیمې په نورو روغتونو کې هم ناروغان دومره په تمه پاتې کېږی. په لنډو خبرونو کې معمولا څلور عناصرو ته ځواب ویل کېږی،
– موضوع د چا په اړه ده،
– د څه په اړه ده،
– په کوم ځای کې رامنځته شوې ده
– او څه وخت رامنځته شوې ده؟
خو دا موضوع ولې او څرنګه رامنځته شوې ده دې دواړو ته ځواب نه وایی نو تاسو کولای شئ د ځینو لنډو خبرونو څخه داسې موضوع ګانې جلا کړئ او څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۱۸).
۸- په ورځنیو عادی رپورټونو کې لویې ستونزې وپلټل شی
ځینې داسې رپورټونه خپرېږی چې زیاتره داسې پېښې د لومړی ځل لپاره رامنځته شوی نه وی بیا بیا رامنځته کېږی یعنې په دې صورت کې باید پر سیسټمونو او پروسو باندې فکر وشی چې ولې یې د پېښې د مخنیوی لپاره کار نه دی کړی. که تاسو یو رپورټ لولئ او پر لوستو یې حیرانیږئ دا څرنګه موضوع ده نو تاسو کولای شی څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ.
۹- په یوه خورا عادی موضوع کې په زړه پورې ټکی ولټول شی
کله کله داسې هم کېږی چې یوه موضوع مو تر نظر نه راځی خو په ټیټه سترګه ورته مه ګورئ کوښښ وکړئ چې په عادی موضوع کې په زړه پورې ټکی وپلټئ. د بېلګې په ډول په افغانستان کې یوه مور خپل ماشوم ته دې لپاره چې دا کار ته پرېږدې د خوب درمل ورکوی یا ورته ځینی یونانی درمل ورکوی.
– دا چې دا درمل پر ماشوم څه بدې پایلې ښیی؟
– د ماشومانو پر روان څه اغېز ښنیدی؟
– په راتلونکی کې ماشوم ته څه پېښوی؟
– آیا څومره میندی خپلو ماشومانو ته داسې درمل ورکوی؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې ترې رامنځته کېږی چې تاسو کولای شئ ښه څېړنیز رپورټ پرې ولیکئ.
۱۰- تر خپل رپورټ وړاندې په خواوشا سیمه کې شوې څېړنې وارزول شی
تمه، تنبلی او ناوړتیا عامې ځانګړنې دی. حکومتونه او شرکتونه زیاتره هغه څه چې نورې یې کوی هغه کټ مټ رااخلی او عملی کوی یې. نو فساد او خلاف کاری ممکن له یو حکومت بل او له یو شرکت بل ته انتقال شی (مرسی, ۱۳۹۱, پاڼہ ۲۰). پر دې بنسټ تاسو کولای شئ ځینې څېړنیز رپورټونه مو چې د بل شرکت یا حکومت او ادارې په اړه لوستی وی، کېدای شی ستاسو هېواد، حکومت، شرکت او یا ادارې کې هم ورته کیسه وی.
۱۱- په ظاهره د نااړوندو پېښو تر منځ ورته والی وپلټل شی
مثال: کله چې یو چېرته اور لګېدل رامنځته کېږی. ښایی په یو سوپر مارکیټ، منډیی، شرکت یوه اداره کې او داسې او اطفاییه پر وخت نه راځی چې اور مړ کړی په دې صورت کې دا باید ولټول شی چې اطفایې ولې او پر وخت مړ نه کړی شو؟
– آیا اطفاییه کافی بودجه نلری؟
– آیا د اطفاییې دفتر متخصص کارکوونکی نلری؟
۱۲- د ستونزې لامل وپلټل شی
تاسو د ځینو لویو ستونزو په جرړو او لاملونو باندې فکر وکړئ چې ستونزه ولې رامنځته شوې ده. د بېلګې په توګه که په یوه سیمه کې ډېر ماشومان د سږو په ناروغۍ اخته شوې وی نو باید دا لامل یې پیدا شی چې ولې؟
آیا هوا ککړه ده؟
که ځواب هو وی نو په دې سیمه کې هوا د څه له وجې ککړه شوې ده؟
سرچینې:
۱- ادیب، همایون.(۲۰۰۹). پلټونکی خبریالی. ژباړه: امیر جان وحید احمدزی. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۲- برسټینر.مرسی.(۱۳۹۱). خبرنګاری تحقیقی. کابل: نبراسکا پوهنتون مطبعه.
۳- رشید پور، ابراهیم. (۱۳۶۵). ارتباط جمعی و رشد ملی.کابل: دولتی مطبعه.
۴- شفیق، خاټول.(۱۳۹۷). ټولییز ارتباطات. کابل: کابل پوهنتون، ارتباطات او ژورنالیزم پوهنځی(درسی چپټر).
۵- هاشمی، فهیمه.(۱۳۹۳). ګزارش تحقیقی و چګونګی آن در رسانه های افغانستان. کابل: انتشارات لاجورد.
۶- ماحوزی، مهدی.( ۱۳۸۵). ګزارش نویسی(نګارش، ویرایش و پژوهش). تهران: کتابخانه ملی ایران.
گهیځ