د چاپېریال ساتنې ملی ادارې بیا ځل په کار وپیل کړ

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) د کابل ښار د چاپیریال ساتنې ملی ادارې په افغانستان کې له وروستی بدلونونو ورسته بیا ځل خپله دنده پیل کړه.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی پر خپل ټویټر ویلی چې، ډاکټر زین العابدین عابد د اسلامی امارت د مشرتابه لخوا د چاپېریال ساتنې عمومی ریاست لپاره ټاکل شوی دی.
د انعام الله په خبره، له دې وروسته به د یادې ادارې څارونکې ډله د کابل ښاروالۍ په مرسته د هوا د ککړولو په تړاو کلکه څارنه کوی.
د چاپېریال ساتنې ملی اداره له ټولو دولتی ادارو او وزارتونو، د خصوصی سکټور له ادارو، د لوړو ودانیو له خاوندانو او د هوا د ککړتیا له نورو سرچینو څخه په کلکه غوښتنه کوی چې د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره تدابیر ونیسی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.