د ډیورند کرښې ته څېرمه د داعش د غړیو نیونه، د زړې ډرامېنوې سناریو!

د ډیورند کرښې ته څېرمه د داعش د غړیو نیونه، د زړې ډرامېنوې سناریو!

احمدضیاء رحیمزی

د روان لمریز کال د لړم په اتمه نېټه رسنیو راپور ورکړ چې د ترکیې د استخباراتو دولتی سازمان(میت) د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند کرښې ته څېرمه د یو لړ استخباراتی عملیاتو په ترڅ کې د “اوغور بهادر” په نامه د داعش ډلې یو ترکی غړی نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

رسنیو پدې تړاو د خپلو راپورونو په ترڅ کې یادونه کړې وه چې یاد ترکی تبعه چې د داعش په لیکو کې د عبدالله په نامه هم مشهور ؤ، دوه کاله وړاندې له خپل ټاټوبی (ترکیې) څخه د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتې سیمې (ډیورند کرښې شا او خوا قبایلی کلیو) ته راغلی ؤ او دلته یې د داعش په ملاتړ بېلابېل فعالیتونه ترسره کول او که څه هم د نیول کېدو کره نېټه یې نده معلومه خو د روان لمریز کال د عقرب یا لړم په اتمه نېټه د ترکیې استخباراتو په انقره د نوموړی نیول کېدل اعلان کړل.

ترکی رسنۍ پدې اړوند په خپلو راپورونو کې وایی چې” اوغور بهادر” په خپلو لومړنیو اعترافونو کې “د داعش له لخوا د روزنې، د ورسپارل شویو ماموریتونو او د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د داعش د تشکیلاتی فعالیتونو” په اړه معلومات له دوی سره شریک کړی دی.

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روان لمریز کال د وږی یا سنبلې په میاشت کې د ترکیې حکومت د مرکزی استخباراتو (میت) مشر “ابراهیم کالین” هم کابل ته راغلی ؤ او دلته یې د حکومت له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته بیا کندهار ته هم سفر کړی ؤ.

که څه هم هغه مهال د دې سفر او لیدو کتو د موخو په تړاو بېلابېلې خبرې کېدې او تر ډېره ویل کېدل چې د دې سفر او لیدو کتو موخه د کابل او اسلام آباد تر مینځ، د مینځګړیتوب هڅې دی خو اوس ځینې راپورونه او شننې داسې ښکاروی چې د  هغه وخت د لیدنو کتنو یوه موخه هم د داعش خراسان ډلې په لیکو کې د هغه ترکې اتباعو پر خلاف د پرېکنده اقدام په تړاو د افغان حکومت د مرستې غوښتنه وه چې د ډیورند کرښې شا او خوا مېشت او فعالیت لری.

بل خوا که وګورو په افغانستان کې د داعش فعالیت او د هغوی بریدونه نه یوازې اوس او دلته د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته ندی پیل شوې، بلکې آن پدې هېواد کې د امریکا او لویدیځ د نظامی او فرهنګی یرغل پر وخت هم دلته د داعش حضور او فعالیتونه څرګند وو چې دلته د هغه بریدونو او د دلته د داعش وسله والو د پوځی فعالیتونو د پیل او څرنګوالی څېړل شاید د دې کرښو له توانه وتلې خبره وی.

بل خوا که دقت وکړو او په افغانستان کې د داعش وسله والو بریدونه او د هغو څرنګوالی په دقیقه توګه وڅېړو، نو په ډاګه ویلای شو چې د دې ډلې بریدونو او عملیاتو لدې خاورې څخه د امریکایی او اروپایی یرغلګرو تر ماتې او وتلو وروسته زور واخیست.

خو د دې سره سره بیا هم په افغانستان کې د امریکایی او اروپایی یرغلګرو د پوځی او استخباراتی شتون پر وخت او هم له افغانستان څخه د لویدیځو ښکېلاکګرو تر وتلو وروسته د داعش ډلې د فعالیتونو او وسله والو بریدونو په وړاندې د افغانستان د اوسنیو واکمنو دریځ او مقاومت، د دې سبب شول چې دغه ډله دلته د آرام ساه وانشی اخیستی او تر ځمکې لاندې خپلو تخریبی کړنو او عملیاتو ته دوام ورکړی.

دلته په کور د ننه او هم له افغانستان څخه بهر رسنیزې سرچینې او سیاسی شنونکی په یوه خوله پدې سلا دی چې له افغانستان څخه د امریکایی او اروپایی هېوادونو د ځواکونو تر وتلو وروسته، دلته رامنځ ته شوی نوی حکومت وکولای شول په لومړی سر کې د داعش وسله والو بریدونه او پټنځایونه تر ډېره له منځه یوسی.

دا هم پر خپل ځای یو ښکاره خبره ده چې  دلته په افغانستان کې یو ځل بیا د داعش وسله والو بریدونو بیا ځلې هغه وخت زور واخیست چې د کابل او اسلام آباد تر منځ سیاسی او ډیپلوماتیکې اړیکې د بېلابېلو لاملونو له امله خړې پړې شوې او آن خبره د دواړو هېوادو تر منځ رسمی نښتو او جګړو ته ورسیده.

دا هم په خپل وار اوږد بحث او د دې کرښو له توان څخه وتلی دی چې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اوسنیو مخالفتونو لړۍ او د هغو څرګند او ناڅرګند لاملونه وڅېړو، خو هغه څه چې له ورایه ښکاری او د اسلام آباد د پوځی جنرالانو او مارشالانو تر سرپرستۍ لاندې د نیم بنده ملکی واکمنۍ چارواکو سیاستونه او دریځونه یې په ډاګه کوی هغه دا دی چې اسلام آباد یو ځل بیا په پوره صراحت او وضاحت په سیمه او په تېره بیا په افغانستان کې د واشنګتن د اهدافو او پلانونو د پلی کولو ټیکه اخیستې او د امریکایی بادار او په تېره د امریکا د اوسنی ولسمشر ډونالد ټرامپ د خوشحاله کولو لپاره د غلامۍ او مزدورۍ د هر حد خپلولو ته چمتو دی.

د څه مودې راپدېخواه پېښو او وقایعو، د اسلام آباد د ځان نومولو مارشالانو، پوځی واکمنو او د هغوی په اشاره د نڅېدونکو له فساده ډکو ملکی واکمنو یوه بله پالیسی او منافقانه سیاست هم په ډاګه کړ او هغه دا چې کله یې هم ګټې ایجاب کړی او یا یې له مزدورو ډلو زړه موړ شی، بیا هغوی د امریکایی او لویدیځوالو زبرځواکونو د خوښې لپاره د قربانۍ د ګډوری په شان لویو ځواکونو او لویدیځوالو په پښو کې ذبحه کوی چې خورا ګڼې بېلګې یې شته.

پرته له شکه په معاصر نړیوال سیاست او آن د نولسمې پېړۍ په انګریزی شیطانی سیاست کې دا کړنه اوږدې رېښې لری او پدې کې هم شک نشته چې د اسلام آباد اوسنی پوځی او ملکی واکمن پدې شیطانی سیاست کې اوږد لاس لری، خو د خورا افسوس ځای دا دی چې د داعش خراسان او نورې افغان وسله والې او سیاسی ډلې لا تر اوسه هم پدې نه پوهېږی او یا نه غواړی ځان پوه کړی. والسلام

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.