د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د ښځو د حقونو په اړه د اسلامی امارت د مشر ملا هېبت الله اخوندزاده د فرمان هرکلی کړی.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) امریکایی استازی توماس وېسټ پر خپل ټویټر د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکول شوی چې د ژوند ملګری وټاکی.
وېسټ زیاته کړې چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شی چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونو ته پام وشی.
ملاهېبت الله اخوندزاده پرون جمعه د ښځو او نجونو د یو شمېر حقونو په اړه فرمان ورکړ.
د دغه شپږ ماده ییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلی چې د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.
په یوه بله ماده کې راغلی چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شی.
په افغانستان کې د اسلامی امارت له واکمنۍ راهیسې ګڼ شمېر نجونې او ښځې له تعلیم او کاره بې برخې شوی دی.
اسلامی امارت ډاډ ورکړی چې، د وخت په تېریدو به دا حقونه هم تامین شی.
گهیځ