د کانونو وزارت په شپږو ورځو کې څه باندې ۳۴۳ میلیونه عواید ټول کړی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۲مه او د جولای میاشتې درېیمه نېټه ده) د کانونو او پټرولیم وزارت په شپږو ورځو کې څه باندې ۳۴۳ میلیونه عواید ټول کړی.

د ا.ا امارت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د روانې چنګاښ میاشتې له دوهمې تر ۸مې نېټې پورې، ۳۴۳ میلیونه ۵۵ زره او ۳۷۲ افغانۍ عواید را ټول کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې حکومت په دې وروستیو کې بهر ته د صادرېدونکو سکرو ډبرو د بیې لوړلو خبر ورکړ.
مخکې به یو ټن سکره په ۹۰ ډالر صادرېدل خو چارواکو د چنګاښ په ۷مه وویل، چې تر دې وروسته به د هر ټن سکرو بیه ۲۰۰ امریکایی ډالر وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.