کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلی، افغانستان د ژمی له سختې یخنۍ سره مخ دی، خو د دوی د بودیجې کموالی د دې لامل شوی، چې یوازې له ۶ میلیونه کسانو سره مرسته وکړی.
یاد سازمان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، د بودیجې کمښت په دې معنا ده، چې میلیونونه نور افغانان به د ژوند ژغورونکو خوړو له ترلاسه کولو بې برخې شی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، ژمی په افغانستان کې د خلکو لپاره د سختو ننګونو فصل دی او د نړیوالو مرستو دوام د میلیونونو خلکو د ژغورنې لپاره حیاتی ارزښت لری.
د دوی په وینا افغانستان په وروستیو کلونو کې له اقتصادی بحران او طبیعی آفتونو سره مخ دی، چې د نړیوالو مرستو کېدل ورسته حیاتی ارزښت لری.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ