روسیه د ایران او سعودی عربستان تر مینځ مینځګړیتوب ته چمتو ده

روسیه د ایران او سعودی عربستان تر مینځ مینځګړیتوب ته چمتو ده
تهران- ګهیځ نیوز( د نوامبر اتمه،۲۰۲۲):
د عربی ژبې مشهور خبری چینل الجزیره په خپله ویب پاڼه خبر ورکړی چې د روسییې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال” سرگئی ورشینین” د ایران او سعودی عربستان تر مینځ د لانجې د هواری لپاره د مینځګړیتوب هوډ څرګند کړی دی.
الجزیرې عربی ویب پاڼې ددې خبر په بیړنی خپرولو سره زیاته کړې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا هوډ پدې شرط څرګند کړی چې ریاض او تهران دواړه پدې مینځګړیتوب راضی شی.
د یادونې وړ ده چې له څه مودې را پدیخواه ریاض او واشنګتن دواړو دا نارې سورې پیل کړې دی چې ګوړاکې ایران غواړی پر سعودی عربستان وسله وال برید وکړی او امریکا پدې تړاو ایران ته ګواښ هم کړی دی خو ایران پدې تړاو څرګند دریځ ندی نیولی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دا څرګندونې او د هغې تفصیلات لا تر اوسه په نورو رسنیو کې ندی راغلی او نه دا خبره شوې چې عربستان او ایران د روسیې د مینځګړیتوب ددې وړاندیز په اړه څه ډول دریځ نیولی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.