رییس الوزراء: د رسمیت پېژندنې ټول شرطونه مو پوره کړی دی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومی ۲۹مه) رییس الوزراء مولوی محمد حسن اخوند وایی، اسلامی امارت ټول هغه شرطونه بشپړ کړی، چې د یو نظام د مشروعیت له پاره بس او اړین دی.
نوموړی دا خبرې «د افغانستان اقتصاد» به نوم جوړ شوی کنفرانس ته کړی.
هغه ویلی، هیوادونه باید جرئت وکړی چې اسلامی امارت په رسمیت وپیژنی او له افغانانو سره مرستې وکړی.
مولوی حسن امریکا ته په خطاب کې ویلی، هغوی چې ا.ا د بشری حقونو په نقض تورنوی، د بندیزونو په لګولو سره یې بشری حقونه تر پښو لاندې کړی دی.
هغه دغه راز ویلی، که د بشری ټولنې غم ورسره وی، پکار ده چې راشی او د خبرو له لارې له کړکېچه پر وتلو غور وکړی.
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلی، چې نوموړې به په ملګرو ملتونو کې د نړیوالو ملاتړ کوونکو سره پر مرستو او بندیزونو په ختمولو خبرې وکړی.
هغې ویلی، پکار ده د افغانستان د ستونزې د هواری لپاره اوږدمهالې د حل لاره ولټوو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.