معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سبا به ازبکستان د شانګهای سازمان غوڼډې کوربه وي

سبا به ازبکستان د شانګهای سازمان غوڼډې کوربه وي

سبا به ازبکستان د شانګهای سازمان غوڼډې کوربه وي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وږي/سنبلې ۲۴مه او د سپټمبر میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د شانګهای په غونډه کې به افغانستان د بحث له مهمو موضوعاتو وي خو د ګډون بلنه نه ده ور کړل شوې.
سبا په ازبکستان کې د شانګهای سازمان غوڼډه پیلېږي او هغه هېوادونه به په کې ګډون کوي چې د دغه سازمان غړي دي خو افغان لوری دې غونډې ته نه دی ور بلل شوی.

له دې وړاندې ویل شوي و، چې اوکراین او افغانستان به د سبانۍ غونډې مهم بحثونه وي.

د شانګهای غونډې مشري هم د کوربه هېواد ولسمشر په غاړه لري، چې تر دې وړاندې یې له افغانستان سره د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی.
ده ویلي و، چې افغانان مرستو ته اړ دي او د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی نو ټول دې په دې اړه په خپلو تګلارو کې اړینه همغږي رامنځته کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس