سبا به ازبکستان د شانګهای سازمان غوڼډې کوربه وی
ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وږی/سنبلې ۲۴مه او د سپټمبر میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د شانګهای په غونډه کې به افغانستان د بحث له مهمو موضوعاتو وی خو د ګډون بلنه نه ده ور کړل شوې.
سبا په ازبکستان کې د شانګهای سازمان غوڼډه پیلېږی او هغه هېوادونه به په کې ګډون کوی چې د دغه سازمان غړی دی خو افغان لوری دې غونډې ته نه دی ور بلل شوی.
له دې وړاندې ویل شوی و، چې اوکراین او افغانستان به د سبانۍ غونډې مهم بحثونه وی.
د شانګهای غونډې مشری هم د کوربه هېواد ولسمشر په غاړه لری، چې تر دې وړاندې یې له افغانستان سره د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی.
ده ویلی و، چې افغانان مرستو ته اړ دی او د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی نو ټول دې په دې اړه په خپلو تګلارو کې اړینه همغږی رامنځته کړی.
گهیځ