ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومی ۱مه) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی په خپل دفتر کې له ترکیې راغلی پلاوی سره لیده کاته کړی.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې شوی.
د یاد وزارت پر ټویټر لیکل شوی چې، ترکی پلاوی ور سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې او همدا شان د شته ستونزو د له منځه وړو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.
ترکی پلاوی دا هم ویلی چې، دوی هڅه کوی څو افغانستان له اقتصادی اړخه پر خپل ځان بسیا شی.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاری او په دې پوهېږی چې دغه هېواد له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دی
گهیځ