سعودی عرب په د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د خپل سفارت د قونسلګرۍ اړوند خدمتونو څانګه بېرته پرانیستې ده.
ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۰مه) د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر لیکل شوی چې دې څانګې پرون سې شنبه افغانانو ته د بشپړو قونسلی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په کار پیل کړی.
پر افغانستان د اسلامی امارت له ولکې وروسته سعودی عرب هم د نورو هېوادو په څېر خپل ټول ډیپلوماټان له افغانستان څخه ایستلی وو.
دا مهال په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستی دی.
د اسلامی امارت مشرانو تېره میاشت یو ځل بیا پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته پرانېزی.
یاده دې وی چې په اړوندو رسنیو کې په پلازمېنه کابل کې د المان او هندوستان د سفارتونو د پرانستو خبرونه خپاره شوی خو لا تر اوسه یې کره معلومات نشته.
بل لور ته سعودی عرب د افغانستان موضوع د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په لړ کې وړمه ورځ د اسلامی همکاریو پر سازمان غږ وکړ چې په افغانستان کې د روان وضعیت د ارزولو لپاره بېړنۍ او ځانګړې غونډه را وبولی.
گهیځ