سویلی سالنګ کې د برېښنا په ویجاړو شو پایو د ترمیم کار په چکټیا روان دی

سویلی سالنګ کې د برېښنا په ویجاړو شو پایو د ترمیم کار په چکټیا روان دی

له سیمې څخه د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتی رئیس انجنیر صفی الله احمدزی د معلوماتو له مخې، د برېښنا هغو دوو پایو له جملې څخه چې په سویلی سالنګ کې ویجاړې شوې وې، د یوې پایې کار د برېښنا شرکت تخنیکی کارکوونکو له خوا بشپړ شوی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا هم ونښلول شی.
همداراز د ښاغلی احمدزی په وینا، اوس مهال د برېښنا دویمې پایې د رغولو کار پیل شوی چې پر بشپړولو یی ګړندی کار روان دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په سویلې سالنګ کې د برېښنا دوه پایې په ماینونو والوزول شوې چې له امله یې د کابل په ګډون د اړوندو ولایتونو برېښنا هم پرې شوه.
ــــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.