فیچر او د فیچر لیکنې ډولونه!

 

 

  د کابل پوهنتون استاد او د ګهیځ ټولنې غړی ضیاءالاسلام شیرانی

فیچر د اوسنی ژورنالیزم یو مهم ژانر دی  او نن سبا په نړۍ کې ډېر لوستونکی لری.  دغه ژانر د ادب او ژورنالیزم یو ګډ ژانر هم بلل کیږی، ځکه د فیچر ژبه ادبی رنګ لری. فیچر تر ډېره مجلو او ورځپاڼو ته لیکل کېږی؛ خو راډیویی او تلویزیونی فیچرونه هم شته. راډیویی او تلویزیونی فیچرونه نظر د مجلې او ورځپاڼې یا مطبوعاتو فیچر ته لنډ وی.

د فیچر پېژندنه:

د ژورنالیزم پوهان د فیچر د کلمې په اړه دوه نظره وړاندې کوی. یو دا چې فیچر د لاتینې ژبې له Factura،   Facere  او Factum څخه اخیستل شوې کلمه ده چې د سینګار، سینګارولو یا فیشن  معنا ورکوی او د نړۍ نورو ژبو ته هم له لاتینی ژبې راغلې ده. دویم دا چې فیچر د لرغونې فرانسوی ژبې کلمه ده چې د فیشن، سینګار او جوړښت معنا ورکوی او د انګلیسی ژبې په ګډون د نړۍ نورو ژبو ته فیچر له همدې لرغونې فرانسوی ژبې راغلی دی.

پوهنمل محمد خان نیازی په خپل کتاب «فیچر لیکنه» کې لیکی چې فیچر اصلاً د لرغونې فرانسوی ژبې کلمه ده  چې له همدې ژبې انګلیسی او له انګلیسې څخه یې نورو ژبو ته د خپل ارزښت له مخې لار موندلې ده. په ټوله کې د فیچر لغوی معنا د یو شی ظاهر، بڼه، مخ، جوړښت، ننداره او ښوونه ښودل شوې ده.

د فیچر د اصطلاحی معنا په اړه هم د ژورنالیزم پوهانو بېلابېل تعریفونه کړی دی. ډاکټر مسکین علی حجازی وایی: « فیچر پر یوې له پامه غورځېدنې موضوع داسې لیکنه ده چې په زړه پورې او د لوستلو وړ یې کړی.»

امریکایی پېټرسن وایی :« فیچر خبر ته ورته یوه لیکنه ده چې له حقایقو سره څېړنه، شننه او مرکې په کې د دې لپاره ور زیاتې شوې دی، ترڅو د لوستونکو لارښوونه وکړی او هغوی له موضوع خبر کړی.

ایم لایل سپنسر د فیچر په اړه وایی چې «فیچر د ورځپاڼه لیکونکو یو داسې نوښت دی چې کم ارزښته خبرونه لوړوی، لوستونکو ته سالمه تفریح او په زړه پولې معلومات په طنزی او ډرامایی بڼه وړاندې کوی. »

زابر بدرلیکی : «فیچر د ژورنالیزم یو ځانګړی ډول دی چې موخه یې لوستونکو ته سالمه تفریح، معلومات او په ادبی ډرامایی بڼه تر پایه له ځان سره د لوستونکو ساتل دی چې دا کار یوازې تجربه کار، ماهر او مسلکی ژورنالیستان کولای شی.»

فیچر د نوی ژورنالیزم هغه ژانر دی چې د خبر او رپوټ په څېر په پېښو پورې اړوند حقیقتونه وړاندې کوی؛ خو په دې توپیر چې د خبر ژبه وچه او رسمی وی، مګر د فیچر ژبه معلوماتی، انځوریزه او ډرامایی وی. په خبر کې هڅه کېږی چې شپږو پوښتنو (کله، چېرته، څنګه، څوک، څه ډول، ولې) ته ځواب ورکړل شی؛ خو فیچر شپږو پوښتنو ته د ځواب ورکولو ترڅنګ د پېښې په اړه شننه کوی، او لوستونکی یې له شالید او راتلونکو اغېزو خبروی.

د فیچر لیکنې ارزښت او اړتیا:

ختیځ ژورنالیزم ته فیچر لیکنه د لوېدیځو هېوادونو له ژورنالیزم څخه راغلې ده. په ختیځو هېوادونوکې د فیچر لیکنې د رواجېدو یو لامل په دغو ټولنو کې هغه وخت د بیان د ازادۍ نشتوالی بلل شوی دی. له دې امله خبریالانو هغه خبرونه او موضوعات چې د خپرېدو اجازه نه ورکول کېده په فیچر یا رنګین پوښ کې خلکو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره وړاندې کول؛ خو د فیچر لیکنې اهمیت هغه وخت زیات شو چې له ډېرو خبرونو سره دلچسپی لږه شوه، نو د دې لپاره چې لوستونکی د پېښو په اړه معلومات ترلاسه کړی او له ورځپاڼو او مجلو سره یې دلچسپی وساتله شی نو خبریالانو فیچر لیکنې ته مخه وکړه.

په رسنیو کې د فیچر د اهمیت یو بل لامل د لوستونکو روانی غوښتنې دی، په اکثرو ټولنو کې ګڼ خلک د ساده او جالبو موضوعاتو لوستل خوښوی، د تبصرو، مقالو، سر مقالو او داسې نورو تحلیلی لیکنو پر ځای یې د تفرېحی او په زړه پورو مطالبو لوستل زیات خوښېږی؛ نو له هغه ځایه چې رسنۍ د خلکو دغه روانی غوښتنې له پامه نشی غورځولی، د فیچر لیکنې اهمیت او ضرورت لا ډېر کړی دی.

د ژورنالیزم ډیری لارویان په اند دی چې د مطبوعاتی لیکنو لپاره یوازې د معلوماتو ډېروالی هم نه دی، بلکې د دغو لیکنو په زړه پورې والی هم مهم دی. ځکه لوستونکی د لیکنې تر لوستلو وروسته دا پرېکړه کوی چې زیات او جالب معلومات یې لرل که نه؟ نو د دې لپاره چې یوه مطبوعاتی لیکنه لوستونکی ځانته راوکاږی باید د لیکنې ظاهری بڼه هم جذابه کړای شی چې دغه کار د فیچر لیکنې په ذریعه کېدلی شی.

دا چې غواړو لوستونکی د لینکنې لوستلو ته وهڅوو، نو فیچر باید په داسې بڼه په ښکلو کلمو او جملو ولیکل شی، چې لوستونکی یې تر پایه په مینه ولولی.

د فیچر ډولونه:

که څه هم فیچر ډېر ډولونه لری؛ خو هغه چې د ګڼو هېوادونو په مطبوعاتو کې د پام وړ دی، دلته یې په اړه معلومات وړاندې کوم:

  1. شخصی فیچر(Personal feature):

شخصی فیچر د مهمو اشخاصو په ژوند او کارونو لیکل کېږی. دا ډول فیچر لیکنه کې د مشهورو سیاسی څېرو، لیکوالانو، هنرمندانو او نورو پیاوړو کسانو په اړه لوستونکو ته معلومات په داسې انداز کې وړاندې کېږی، چې له لوستلو یې خوند واخلی.په شخصی فیچر کې د یوه کس د شخصیت او ژوند مختلفې خواوې څېړل کېږی. د دا ډول فیچر لیکلو لپاره د یوه کس په اړه له لیکل شویو اثار، مرکو او شخصی یادښتونو څخه ګټه اخیستل کېږی.

شخصی فیچر په خپل ذات کې بیا په دوه ډوله لیکل کېږی، یو دا چې یو کس ژوندی وی او په اړه یې فیچر لیکل کیږی. بل دا چې یو شخص مړ وی او په تړاو یې فیچر لیکل کېږی.

  1. تاریخی فیچر (Historical feature):

دا ډول فیچرونه له لویه سره په جالبو تاریخی پېښو او حقایقو لیکل کېږی. په دې ډول فیچر لیکنه کې په ځانګړې توګه هغه تاریخی پېښې چې له کومې نوې واقع شوې پېښې سره تړاو ولری، ډېرې کارول کېږی. د تاریخی فیچر مواد له کتابونو، چاپی پاڼو او له داسې کسانو څخه چې خپله یې په هغې تاریخی دوره کې ژوند کړی وی یا تاریخپوه وی د مرکو له لارې تر لاسه کېدلی شی.

  1. خبری فیچر (News feature):

دا ډول فیچر په هغو له پامه غورځېدلو موضوعاتو او خبرونو لیکل کېږی چې لوستونکو ته مهم نه ښکاری یا دا چې د خبرونو د ډېروالی له امله اصلاً نه خپرېږی. خبری فیچرونه تر ډېره د خبرونو په پاڼه کې چاپېږی او هڅه کېږی چې په دغه ډول فیچر کې انسانی احساسات او غوښتنې داسې ګډې شی چې لوستونکی یې په پوره شوق ولولی.

  1. علمی فیچر (Scientific feature):

علمی یا ساینسی فیچر په علمی موضوعاتو لیکل کېږی، د دغه ډول فیچرونو ژبه ساده او عام فهمه وی؛ خو ځینې وخت د ساینسی اختراع‌ګانو په اړه لیکل شوی فیچرونه ډراماتیکه بڼه هم لری او په دې ډول په ساده او جالبه توګه عام لوستونکی له نویو ساینسی اختراعاتو خبروی. د علمی فیچر مواد له کتابونو، علمی رسالو او د اړوندې علمی څانګې له ماهرانو څخه ترلاسه کېدی شی.

  1. ټولنیز فیچر (Social feature):

د فیچر دې ډول ته په ځینې ټولنو کې زیات ارزښت ورکول کېږی. په دغه ډول فیچرونو کې د ټولنیز ژوند بېلابېلې خواوې څېړل کېږی. په ټولنیز فیچر کې د فیچر لیکوال د ټولنې هغو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسی او د رابرسېره کولو هڅه یې کوی چې د عامو خلکو له نظره لوېدلی وی او پام نه ورته کوی.

  1. روزنیز یا تعلیمی فیچر (Educational feature):

روزنیز یا تعلیمی فیچر خلکو ته د تعلیم ورکولو په موخه لیکل کېږی او لوستونکو ته د یوې مهمې موضوع په باب چې د هغوی له ژوند سره تړاو لری روزنیز معلومات ورکوی، لکه روغتیا ساتنه، د د زده کړو اهمیت، د خوشاله ژوند کولو لارې چارې او دې ورته نور موضوعات.

د فیچر لیکوونکی ځانګړنې:

فیچر لیکنه که څه هم په اوسنی عصر کې د ژورنالیزم یو مهم او پېژندل شوی ژانر دی او په ورځپاڼو کې د فیچر لپاره ځانګړی ځای موجود وی؛ خو په افغانی ټولنه کې لا هم ډېر دود نه دی.

فیچر هغه ژانر دی چې د ادب او ژونالیزم پوله سره تړلی. په دغه ژانر کې تلوسه، ادبی ذوق، انځورګری، نرمه او ادبی ژبه ټول هغه څه دی چې دغه ژانر ته له ادبیاتو سره تړاو ورکوی.

په ټوله کې ځیرکتیا او تجسس، له ژبنیو اصولو سره بلدتیا، د خپلې ټولنې په باب معلومات درلودل، د پنځونې وړتیا، ژورنالیستیکی وړتیاوې او لیکوالی هغه مهم موارد چې یو فیچر لیکونکی یې باید ولری، تر څو وکولای شی یو ښه فچیر ولیکی.

پای

ماخذونه:

۱ـ نیازی، محمد خان (۱۳۸۴ل)، فیچر لیکنه، جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۲ـ نور، محمد کریم (۲۰۰۹)، ژورنالیستی ځیلونه، آلمان: ګودر خپروندویه ټولنه.

۳ـ سمندر، رحیم الله (۱۳۸۹)، د نوی ژورنالیزم ارونه، جلال آباد: ګودر خپروندویه ټولنه.

۴: همدرد، شیرشاه، د ادب او ژورنالیزم ګډې خواوې او ژانرونه:

https://www.ketabton.com/bookfile/1586

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.