ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) برېټانیا له افغانستان سره پر خپلو پخوانیو بشری مرستو سل میلیونه ډالر نور ورزیات کړی دی.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د G7 هېوادونو په غونډه کې ویلی چې دوی په افغانستان کې د انسانی چوپړ په موخه پر خپلو اعلان کړو مرستو ۱۰۰ میلیونه ډالر ورزیاتوی.
د مېرمن لیز ټراس په خبره له دغه پیسو به د بشری مرستو، د ښځو حقونو د خوندی کولو او نورو اړوندو چارو لپاره کار اخیستل کېږی.
سرچینه کاږی چې دوی غواړی په افغانستان کې د شاوخوا ۱.۸ میلیونه وګړو لپاره خوراک، څښاک، سرپنا او لومړنۍ مرستې برابرې کړی.
برېټانیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اعلان کړې دی او اوس یې ټینګار کړی چې نور هېوادونه دې هم د بشری ناورین د مخنیوی په موخه له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړی.
گهیځ