کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت سرپرست په ازبکستان کې په یوه شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.
د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغه وزارت سرپرست د شپږ اړخیز دهلیز د جوړولو او د افغانستان، روسیې، بلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ په شپږ اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه تېره ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ ازبېکستان ته تللی دی.
په دغه کتنه کې د افغانستان پلاوی د نورو هېوادونو له پلاوو سره د هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخیزه دهلېز له لارې د راکړې – ورکړې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ