کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د پاکستانی طالبانو تحریک (ټی ټی پی) د پاکستان په ملتان کې د نشتر په تدریسی روغتون کې د ګڼ شمېر بلوڅ او پښتونو وګړو د مړو موندل غندلی او دا یې د پاکستان د حکومت کار بللی دی.
تېره ورځ پاکستانی رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې په ملتان کې د نشتر روغتون دننه د ۲۵۰تر ۳۰۰ مړی موندل شوی، چې ۴ یې د بام پر سر او پاتې نور په یوه ځانګړې کوټه کې ساتل شوی وو.
دغه مړی چې له کلونو راهیسې پراته دی، د ټی ټی پی په خبرپاڼه کې راغلی چې بدنونه یې څېرې او غړی یې ترې ایستلی دی.
د پاکستانی طالبانو تحریک په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلی، چې له څه مودې راهیسې زرګونه پښتانه او بلوڅان لا درکه او په ورته برخلیک اخته شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله ټی ټی پی هغه ګوندونه غندی، چې په دې اړه یې چوپتیا غوره کړې او خبر ور کوی، چې د پاکستان له حکومته به د دې کار غچ واخلی.
د پاکستان حکومت تر دا مهاله نه د مړو په باب او نه هم د ټی ټی پی د خبرپاڼې په اړه کومه تبصره کړې.
گهیځ