ملګری ملتونه وایی، غزه کې د ناچاوده توکو پاکول به ۱۴ کاله وخت ونیسی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په عراق کې د ملګرو ملتونو د ماینونو پر وړاندې د مبارزې مشر ویلی، پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۳۷ میلیونه ټنه پاتې شونی ډېرۍ شوی، چې د ناچاوده بمونو څخه ډکې دی.

پهر لودهمار ویلی، ۶۵ سلنه نړېدلې ودانۍ د خلکو استوګنځی وو او د دغو ودانیو د کنډوالو پاکونه به ۱۴ کاله وخت ونیسی.

د غزې تړانګې پراخې برخې د اسراییل د بریدونو په پایله کې په کنډواله بدلې شوې.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی ویلی، هغه مرمۍ چې توغول شوې لس سلنه یې ناچاوده پاتې دی او باید د ماین پاکۍ د ډلو لخوا پاکې شی.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اکټوبر له اوومې نېټې تر دې دمه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان وژل شوی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.