کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې به اوربند نن سهار په ځایی وخت ۸:۳۰ بجې پلی شی.
دا پرېکړه حـ ـماس جـ ـهادی غورځـ ـنګ سره د اسراییلی اشغالګرو د اوږدو خبرو اترو په پایله کې څو ورځې وړاندې وشوه.
په ورته وخت کې اسراییلی رسنیو راپور ورکړی، چې فلسطینی بندیان به نن له غرمې وروسته په ۴ بجو خوشې شی.
د دوی په وینا د دې پروسې د خوندیتوب لپاره به اسراییل د ۱۲ ساعتونو لپاره خپل هوایی فعالیتونه ودروی.
همدارنګه د بشری مرستو رسولو د اسانتیا لپاره به په ورځنی ډول د ۶۰۰ موټرو تګ – راتګ غزې تړانګې ته پیل شی.
د چارو د پوهانو په باور هغه اسراییلی اشغالګرو چې لومړیو کې یې د حمـ ـاس جهـ ـادی غورځنګ د لمنځه وړلو پسې غزې ته ننوتی وو، اوس د ناکامۍ په منلو سره حمـ ـاس سره هوکړه کوی او ټولې غوښتنې یې منی.
د چارو پوهان دا چاره د حمـ ـاس او د غزې ولسونو لپاره لوی بری بولی.
اسراییلو په نږدې یو نیم کال کې غزې باندې وحشی بریدونه وکړل، چې له امله یې زرګونه بې دفاع وګړی شهیدان او په لکونو نور زخمیان او بې کوره شول.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ