هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۱ تنو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، چې په تېرو دریو شپو – ورځو کې د سېلابونو راتلو له امله هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۱ تنو څخه اوښتی دی.
د راپور پر بنسټ د دغو سېلابونو له امله ۷۴ تنه ټپیان او ۴۱ کسه نور لا هم نادرکه دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خبره همدې مهال کې ۲۵۰ څاروی هم له منځه تللی دی.
د دغو مالی او ځانی زیانونو ډېره برخه مېدان وردګو ولایت کې اوښتې، چې اوس هم په کې ډېری کسان تری – تم دی.
بل لور د کابل پغمان ولسوالۍ ارغندۍ سیمه کې هم د اورښتونو له امله په ارغندی صنعتی پارک کې له شلو زیاتې فابریکې زیانمنې شوې دی. دغه راز د یادو اورښتونو له امله په دغه سیمه کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۸ تنو ته رسېدلی او تر ۲۰ پورې د ژوبلو کسانو راپورونه ورکړل شوی دی.
د دې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعی پېښو کې ټول ټال ۲۱۴ کسانو خپل ژوند بایللی، ۳۲۰ تنه ټپیان شوی، ۳زره ۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوی او شاوخوا ۳ زره ۸ سوه څاروی هم په کې له منځه تللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.