کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲مه نېټه):
د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلی، تېرو دریو ورځو کې په کابل، مېدان وردګ، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان، غزنی او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو.کسانو شمېر ۳۸ تنو ته رسېدلی دی.
د نوموړی پۀ خبره، ۵۷ نور کسان د دغو سېلابونو له امله ژوبل شوی دی.
مسوولینو زیاته کړې، چې ۹۲۰ کورونه هم په بشپړه او یا نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، ۴۵۶ څاروی تلف شوی او د څه باندې ۷ زره کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللی دی.
د راپورونو له مخې لا هم یو شمېر سیمو کې ځینې کسان نادرکه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ