معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۸ تنو واوښت

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۸ تنو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲مه نېټه):
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي، تېرو دریو ورځو کې په کابل، مېدان وردګ، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شویو.کسانو شمېر ۳۸ تنو ته رسېدلی دی.
د نوموړي پۀ خبره، ۵۷ نور کسان د دغو سېلابونو له امله ژوبل شوي دي.
مسوولینو زیاته کړې، چې ۹۲۰ کورونه هم په بشپړه او یا نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، ۴۵۶ څاروي تلف شوي او د څه باندې ۷ زره کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللي دي.
د راپورونو له مخې لا هم یو شمېر سیمو کې ځینې کسان نادرکه دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس