کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د پيسو د نړیوال صندوق یا IMF له مشرې کریسټالینا جورجیوا سره د نور پور اخیستو په اړه خبرې کړي.
په داسې حال کې چې پاکستان اوس مهال له ۱۳۱ میلیارده ډالرو څخه زیات پوروړی دی، شهباز شریف د نړیوال صندوق IMF له مشرې کریسټالینا جورجیوا څخه دا غوښتنه د نړیوال اقتصادي فوروم د غونډې په درشل کې کړې ده.
تمه ده چې نن به د پيسو نړیوال وجهي صندوق اجرایوي بورډ پاکستان ته د یو میلیارد او سلو میلیونو ډالرو د پور د منظورۍ په اړه غونډه وکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، اسلام اباد به د روان کال د جولای په لومړیو کې د پور د نوي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.
پاکستان چې له کلونو راهیسې له سخت اقتصادي بحران او مالي انفلاسیون سره لاس او ګریوان دی، څو – څو ځله یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/