پاکستان د ۱۳۱ میلیارده ډالرو پور سربېره له IMF څخه د نور پور غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د سعودی عربستان په پلازمېنه ریاض کې د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF له مشرې کریسټالینا جورجیوا سره د نور پور اخیستو په اړه خبرې کړی.

په داسې حال کې چې پاکستان اوس مهال له ۱۳۱ میلیارده ډالرو څخه زیات پوروړی دی، شهباز شریف د نړیوال صندوق IMF له مشرې کریسټالینا جورجیوا څخه دا غوښتنه د نړیوال اقتصادی فوروم د غونډې په درشل کې کړې ده.

تمه ده چې نن به د پیسو نړیوال وجهی صندوق اجرایوی بورډ پاکستان ته د یو میلیارد او سلو میلیونو ډالرو د پور د منظورۍ په اړه غونډه وکړی.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلی، اسلام اباد به د روان کال د جولای په لومړیو کې د پور د نوی پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسیږی.

پاکستان چې له کلونو راهیسې له سخت اقتصادی بحران او مالی انفلاسیون سره لاس او ګریوان دی، څو – څو ځله یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې ده.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.