په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو د کلنی معاش نیمایی پیسی په رشوت کې بېرته د ریاست مامورینو ته ورځی
راپور :ذیشان ذهین
په ننګرهار کې د یوې میاشتې په اوږدو کې د ګهیځ ټولنې څېړنې ښکاروی چې ددې ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست کارکونکی په ټولیزه توګه د مستحقو شهیدانو او معیوبینو د یوه کال نیمایی معاش له هغوی نه په کمیشن او رشوت کې بېرته اخلی.
د معلوماتو له مخې د ننګرهار په یاد ریاست کې په رسمی بڼه له دېرش زره زیات د شهیدانو وارثین او معیوبین ثبت دی چې د ګهیځ د موندنو له مخې د دوی د معاشاتو د ورکړې په پروسه کې پراخ فساد شته دی.
د ګهیځ خبریال د یادې موضوع په تړاو له ګڼو معیوبینو او همدارنګه د شهیدانو له وارثینو سره خبرې کړې دی چې وایی د خپل استحقاق ترلاسه کولو لپاره د هغې نژدې نیمایی بېرته د شیرینۍ او کمیشنکارۍ په نامه ترې د همدې ریاست چارواکو او مامورینو اخیستی دی.
د ګڼو معیوبینو او د شهیدانو د وارثینو له کورنیو څخه شپږ تنه (عبدالقیوم، لعل ګل، حضرت ګل، مالیار، عبدالباقی او محمد طاهر) له ګهیځ سره د یوې ګډې مرکې په ترڅ کې د شهید او معلول لپاره د کتابچې او کارت له جوړولو نیولې بیا د کلنیو معاشاتو تر ورکړې او نورو ټولو امتیازاتو د اخیستو په مراحلو کې د پراخ فساد له شتون څخه سر وټکولو.
د دغو معلولینو له ډلې عبدالباقی چې خپل نظامی ورور عبدالصمد یې په ۱۳۹۸ هـ ش کال د دولت په دفاع کې له لاسه ورکړی، د یاد ریاست ځینې مامورین په مستقیمه توګه په فساد کې ښکېل ګڼی.
نوموړی د دغه مامورینو په مخ کې ادعا وکړه چې د خپل شهید ورور کتابچې ترلاسه کولو لپاره یې له همدې مامورینو څخه یو مامور ته د شیرینۍ په نوم څو وار دوه_دوه زره افغانۍ ورکړې دی، خو د معلولینو ریاست بیا د عبدالباقی نومی کس دغه ادعا نه منی او په دې برخه کې له نوموړی نه د مستندو شواهدو د شتون غوښتنه کوی، هغه غوښتنه چې د یاد معلول په وینا د پوره کېدا په لار کې یې بېرته همدا غوښتونکی خنډ ګرځی.
د یاد ریاست سره ثبت شویو معیوبینو له ډلې بل تن چې د موضوع د حساسیت له امله خپل هویت پټ ساتل غواړې، د یوې جلا مرکې په ترڅ کې وایی چې نوموړی په ارزګان ولایت کې د ملی اردو سرتیری ؤ چې د ماین د چاودنې له امله یې ښۍ پښه تر زنګانه لاندې له لاسه ورکړه.
نوموړی زیاتوی: “چې کله عادی حالت ته راغلم. د کتابچې لپاره مې ډېرې منډې وکړې. چا به یو او چا به بل ځای ته لېږلم. بېخی یې د کتابچې له جوړولو زړه تورن شوم. اخر یو چا راته د معلولینو ریاست کې کمېشنکار په ګوته کړ. هغه په دې شرط چې د کتابچې د لومړنی کال معاش به خپل جیب کې اچوی، د کتابچې د جوړولو وړاندیز وکړ.”
نوموړی زیاتوی :” زما د معاش کتابچه جوړه شوه، خو تر اوسه دادی درې کاله پوره شول، اما تر اوسه مې د کتابچې پوره معاش جېب کې نه دی اچولی. ځینې یې فیصدۍ، ځینې یې شیرینۍ او ځینې یې په نورو بهانو رانه اخیستل کېږی.”
د دوی په خبره د کتابچو د وېش پروسې ترڅنګ د کلنی معاشاتو د ورکړې پرمهال د څو محدودو کسانو له خوا په لوی لاس خپلو شخصی موخو لپاره کارونه سختیږی، څو د شهیدانو کورنۍ او معلولین مجبور شی چې د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو په بدل کې خپل کارونه په رشوت او یا په کمېشنکارۍ دوی ته یا د دوی کسانو ته وسپاری.
بل اړخ ته همدلته یوې پټې سرچینې ګهیځ ته د مؤمن، خیرالله او خان بادشاه په نوم د هغو درې تنو معلولینو نومونه په ګوته کړل چې د شهیدانو کورنیو او معلولو وګړو لپاره د یوکال معاش اخیستو په بدل کې د کتابچې ټولې چارې بشپړوی.
د دغې پټې سرچینې د اطلاع له مخې د معلولینو په ریاست کې یو شمېر کارکوونکی د یادو کمېشنکارانو سره هم شریک دی چې له امله یې په لوی لاس د نورو معلولینو لپاره ستونزې او خنډونه ایجادیږی، څو معلول او یا د شهید ورثه د چارو له ترسره کواو ستړې او کمېشنکار ته یې د پیسو په بدل کې وسپاری.
محمد طاهر بیا د هغو بې وزله معلولینو له ډلې دی، چې د معلولینو ریاست ته د تلو کرایه یې هم له بل چا څخه پور کړې وه، خو تر شپږ ځلې تلو راتلو وروسته یې چې بیا هم خپل کلنی معاش ترلاسه نشوای کړای، اړ شو چې د لس زره افغانیو څخه تېر او د یوې ورځې په ترڅ کې خپل معاش ترلاسه کړی.
د ده په خبره د مجبورۍ له امله یې خپل کلنی معاش په لس زره افغانیو وپېره.
نوموړی زیاتوی: “د دغو لس زره روپیو په ورکړه مې هېڅ زړه نه کېده. څو وار مې وشمېرلې. فکر به مې وکړ چې دا مې د یوې میاشتې اوړه، غوړی، چای او هر څه کېږی. ولې یې بل چاته پرته له حقه ورکړم؟ خو نه کېده. که لس ځله نور هم راغلی وای، همداسې به کله یو خوا او کله بله خوا ټېل وهل کیدم. ستړی ستومانه، وږی_تږی به بېرته کور ته ناهیلی لاړم. بله اسره راسره نه وه.”
د ګهیځ د همدې موندنو په اساس د یو شمېر معلولینو د یوه، دوه او آن دریو کالو معاش د همدې مسایلو د شتون له امله لاهم نه دی ورکړل شوی.
بل خواته په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمر علی محمد کاکړ بیا له ګهیځ سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې دغه ادعاوې رد کړې.
د ده په خبره تر راتګ وړاندې یې که یادو مسایلو شتون درلود، خو دندې ته د دده پر راتګ دغه مسایل تر ډېره بریده ورک شوی دی.
کاکړ د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې د شته ستونزو د ادعاوو لوی دلیل د تشکیل او بودیجې کمښت په ګوته کوی. او زیاتوی چې ننګرهار کې د ۳۰ زره شهیدانو او معلولینو لپاره یوازې پنځه تنه رسمی مامورین په دنده ګومارل شوی. زموږ د موندنو له مخې د همدې مامورینو کمښت له امله بیروبار ډېر شوی، چې له امله یې هر معلول د وخت او ورځو د کم صرف لپاره فساد ته مخه کوی.
د معلولینو ریاست یاد آمر پر مرکزی حکومت نیوکه کوی چې د ننګرهار مساحت او نفوس ته د بودیجې په ورکړه کې پام نه کوی. د ده په خبره لوی او واړه ولایتونه د بودیجې په ورکړه کې یوشان په نظر کې نیول شوی دی، چې په خبره یې ځینو ولایتونو کې یاد کلنی معاشات زیاتیږی، خو د ننګرهار په څېر ځینې ولایتونه بیا د بودیجې د کمښت له امله په دوامداره بڼه یادو ستونزو سره لاس ا ګرېوان وی، چې همدا مسایل د فساد لپاره زمینه برابروی.
د ننګرهار معلولینو ریاست کې دغه معلولین په داسې مهال د فساد د شتون څخه پرده پورته کوی، چې د روانې جګړې له امله د هېواد په کچه ورځ تر بلې د شهیدانو او معلولینو شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرښت دی، چې ورسره د فساد په اړه اندېښنې هم ورځ تر بلې زور اخلی.
د ننګرهار د معلولینو او شهداوو د ریاست په وینا د ورځې په منځنی ډول تر پنځلسو پورې شهیدان او معلولین یوازې یاد ریاست سره د کتابچې او کارت جوړولو په موخه ثبت کېږی.
گهیځ