په پیرو کې د لومړی ځل لپاره یوې ښځې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

په پیرو کې د لومړی ځل لپاره یوې ښځې د ولسمشرې په توګه لوړه وکړه:
کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
راپورونه وایی، چې د پیرو هېواد پارلمان پرون مخکنی ولسمشر پېدرو کاسټیلو بې واکه کړ او اوس یې دینا بولوارتی د ولسمشرې په توګه ټاکلې ده. شپیته کلنه بولوارتی د مسلک له پلوه حقوق پوهه ده چې تر دې وړاندې یې د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده.
د پیرو پارلمان ویلی، دینا بولوارتی به تر ۲۰۲۶ کال یا د پیدرو کاسټیلو د کاری مودې تر بشپړولو پورې د ولسمشرې په توګه دندې ته دوام ورکړی. پارلمان مخکنی ولسمشر تر هغې وروسته بې واکه کړ چې د سیاسی مخالفتونو له کبله یې د پارلمان د منحلولو هڅه وکړه. رسنۍ وایی چې کاسټیلو تر بې واکه کېدو وروسته مکسیکو ته تښتېده، خو په لاره کې د پولیسو له لوری نیول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.