په پښتو لیکنو کې ځنې املایی تېروتنې

په پښتو لیکنو کې ځنې املایی تېروتنې

د وصل او فصل تورو روغه کارونه

محمد شعیب قریشی

د ملی اصلاح مجلې مسؤول

پښتو ژبه په لیکنه او وینه کې تر نورو سیمه‌ییزو ژبو لږه ګرانه او په ګرامری اړخ کې تر نورو هغو د قوت څښتنه ژبه ده، همدا علت دی چې پښتو ژبه یې لږه ګرانه کړې ده، بلخوا د پښتو ژبې د ځنو تورو مخرجونه تر ډېره سخت دی چې په خپله پښتانه ماشومان او نوی ځوانان یې هم په روغه توګه نه شی ادا کولی چې کله له یو لوری دا کار پښتو ژبه د نورو له پاره ګرانه کړې ده، خو بلخوا د همدې ګرانۍ ښېګڼه داده چې پښتانه په ټولیز ډول نورې ژبې په ډېرې آسانۍ سره او روانې زده کوی، ځکه چې تر ډېره د نورو ژبو ګران مخرجی توری په پښتو کې شتون لری او پښتانه ورسره بلد دی.

له دې ټولو سره سره پښتو ژبه په لیکنه کې هم تر فارسی او نورو ژبو ډېر دقت ته اړتیا لری او ډېری پښتانه روغه پښتو نه شی لیکلای، تر دې چې ځنې پښتانه لیکوال هم د پښتو ژبې په لیکنه کې ستونزه لری او په ځانګړې توګه د وصل (تړون) او فصل (بېلونې) توری په روغه توګه نه کاروی چې دا چاره د لیکنې ښکلا ته زیان رسوی، که څه هم لوستونکی ترېنه مفهوم واخلی.

د (د) او (له) او (ستا) او (زما) ناسمه کارونه:

اکثره پښتانه لیکوال د (د) او (له) په سمه کارونه کې ستونزه لری او یو د بل پر ځای یې په لیکنو کې کاروی، چې په اصل کې دا دوه توری خپل د کارونې ځایونه لری چې د مفهوم په لحاظ خپله معنا ورکوی او دا دوه توری د عربی دوه تورو (عن او مِن) ته ورته دی چې هلته هم خپل د استعمال ځایونه لری.

په پښتو کې (له) ډېری د انتقال لپاره کارول کېږی او روغه کارونه یې هم همدا ده، لکه: له کابل څخه ننګرهار ته لاړم. له احمد څخه مې کتاب واخیست. له تا څخه مننه، او داسې نور. چې ډېری کسان د (له) پرځای په پورته جملو کې (د) کاروی چې دا ناسمه کارونه ده، لکه: د کابل څخه ننګرهار ته لاړم، چې دا ناسمه کارونه ده.

د (د) توری اکثره د ملکیت، تړون او اضافې (مضاف او مضاف الیه) لپاره کارول روغه کارونه ده، لکه: د هغه کتاب، د جمهور رئیس فرمان، د کتاب مخ، د افغانستان بیرغ او داسې نور.

همدا راز ډېری لیکوال د (ستا) او (زما) پرځای هم د (د) څخه ګټه پورته کوی، چې دا کار د هېواد د جنوبی سیمو پښتانه تر ډېره کوی، لکه چې وایی: د تا کتاب، چې روغ یې ستا کتاب دی او یا د ما کتاب، چې روغ یې زما کتاب دی. او یا هم د تا کور ته درغلی وم، چې سمه کارونه یې ستا کورته درغلی وم.

د (په) او (پر) ناسمه کارونه:

اکثره لوستونکی او لیکونکی په پښتو لیکدود کې (په) او (پر) سم او پرځای نه کاروی، یا هر ځای (په) لیکی او یا هم بې‌ځایه (پر) استعمالوی.

په پښتو کې د (پر) توری په هغه ځای او جمله کې کارول روغه کارونه ده چې هلته د بروالی او اوچتوالی مفهوم نغښتی وی، یا په حقیقی ډول، لکه: پر میز کتاب پروت دی. او یا هم ستا پرځای کېناستم. او پر چت ویده شوم. او یا هم په معنوی ډول، لکه: پر ما دې احسان وکړ. چې په دې جملو کې د بروالی مفهوم له ورایه تر سترګو کېږی او په پورتنیو جملو کې د (پر) پرځای د (په) کارونه ناسمه ده.

د (په) توری ډېری په هغو ځایونو کې کارول کېږی چې هلته د منځ او دننه مفهوم پروت وی، لکه: د په کوټه یا خونه کې ویده شوم، په باغ کې ونې دی، په جیب کې مې پیسې دی، په کتاب کې مې ولوستل (یعنې دکتاب د پاڼو په دننه کې مې ولوستل).

همدا راز د (په) توری په پښتو لیکنو کې د کارونې او استعمال ډېر ځایونه لری او د (پر) لفظ په لږو ځایونو کې کارول کېږی، چې هغه یوازې د بروالی مفهوم پکې نغښتی وی.

د (شتون) ناسمه کارونه:

اکثره پښتانه ځوان لیکوال له څو کلونو راهیسې د شتون کلمه ډېره کاروی، چې زما په انده د استعمال ځای یې غلط دی، لکه چې ځنې لیکی: زمونږ په هېواد کې جګړه شتون لری، چې ساده او روانه یې داسې ده: زمونږ په هېواد کې جګړه شته.

شتون اصلا د (بودن) په معنا دی، چې مصدر دی او ما تر اوسه هم په هېڅ پښتو لیکنه کې د شتون سمه کارونه نه ده لېدلې، او اکثره لیکوال یې د تکلف له مخې لیکی او د پر دې ورته ځان بد برېښی چې ساده لیکنه وکړی.

د بېلګې په ډول: یو کس ما ته په مسج کې لیکلی ؤ چې زه په کور کې شتون لرم. یعنې شتون کوم بل شی دی چې دی یې په کور کې لری، لکه څوک چې ووایی: زه په کور کې کټ لرم، او ساده او روانه جمله داسې ده چې زه په کور کې یم. حتې دا هم ناسمه ده چې څوک ووایی: زه په کور کې شته یم.

د (دوه) او (دوې) توپیر:

په پښتو لیکنو او خبرو کې اکثره کسان د (دوه) او (دوې) توپیر نه شی کولای او یا یې هم نه کوی، په داسې حال کې چې په پښتو عددونو کې یوازې (یو) او (دوه) هغه عددونه دی چې نارینه او ښځینه جملو کې ځان ته کارونه لری.

دوه د نارینه لپاره او دوې د ښځینه لپاره، لکه: دوه سړی او دوې ښځې، یا دوه کتابونه او دوې کتابچې. همدا راز یوه ښځه او یو سړی، چې (یو) او (یوه) کې هېڅ پښتون هم تیروتنه نه کوی، خو په (دوه) او (دوې) کې بیا ۹۰ سلنه پښتانه غلطی کوی او په هر ځای کې (دوه) کاروی. له (۲) پورته نور عدودنه په نارینه او ښځینه جملو کې یو شان دی.

په عربی ژبه کې هم تر ډېره د اعدادو کارونه پښتو ژبې ته ورته ده، چې هلته هم یو او دوه عددونه ځانته کارونه لری او له دوو پورته تر نهو بیا ځان بیا بل شان ده.

په دې لنډه لیکنه کې ما ځنو هغو تورو او کلمو ته اشاره وکړه چې په پښتو لیکنو او محاورو کې یې کارونه ډېره ده او اکثره غلط کارول کېږی، په راتلونکی کې به (ان شاءالله) په دې اړه نورې لیکنې هم ولرو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.