کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د سویلی کوریا د ۴ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی وکړ.
د خبر پر بنسټ، د خوړو نړیوال پروګرام د آسیا پاسفیک څانګې ویلی، چې دا پیسې به د افغانستان په هغو سیمو کې د بې وزلۍ په مخنیوی کې ولګول شی، چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلی، چې په افغانستان کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.
د معلوماتو له مخې افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشری مرستو ته سخته اړتیا لری، چې په همدې اساس دې وروستیو کې د بشری مرستو اړتیا هم ډېره شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ