کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ګمرک مسوولینو د یوه اندازه تاریخی او قیمتی توکو د قاچاق مخه نیولې.
د خبر پر بنسټ د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک سرحدی ګمرک مسلکی کارکوونکو د یو لړ پلټنو په پایله کې د ۱۰ کیلو تاریخی اوراقو او ۵۲ کیلو قیمتی خاورې چې په یوه صادراتی محموله کی په مهارت سره ځای پر ځای شوی وو، کشف او ونیول.
د مسوولینو په وینا د تاریخی او قیمتی توکو قاچاق او له هېواده یې په خپلسری وېستل جرم دی، چې عاملین به یې د کشفی او امنیتی ارګانونو لخوا محاکمو ته معرفی کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ