کورنیو چارو وزارت د ۲۶ نورو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې کورنیو چارو وزارت ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوی.
د نوموړی د مالوماتو په اساس اوس د دغو نویو جوړېدونکو ولسوالیو لپاره د تشکیل پر جوړښت کار روان دی چې په ۱۲ بېلابېلو ولایتونو کې به جوړې شی.
ټکور زیاتوی چې له هغې ډلې پنځه داسې ولسوالۍ هم دی چې پخوانی جمهوری دولت په تشکیل کې زیاتې کړې وې او ملکی تشکیل یې ورکړی و، خو د ده په وینا دوی به نظامی تشکیل هم ورکړی.
دی وایی، د دغې پرېکړې په لاملونو کې د دغو ولسوالیو د مساحت او نفوس په ګډون د خلکو غوښتنې هم په پام کې نیول شوې، خو معلومه نه ده چې دا ولسوالۍ به په کومو ولایتونو کې جوړې شی؟
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.