کونړ کې د پاکستانی پوځیانو یو ټانګ له غره غورځیدلی دی

ګهیځ نیوز:
نن سهار د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند«نواپاس» سیمه کې د پاکستانی ځواکونو یو ټانګ د تاسیساتو جوړولو پرمهال له غره دیخوا افغان خاورې ته رالودیدلی دی.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی انورشاه وویل چې پاکستانی ځواکونو نن سهار وختې غوښتل د دې ولسوالۍ د نواپاس د غره لوړه سیمه کې پوستې او تاسیسات جوړ کړی چې یو ټانک یې له غره دیخوا د سرکاڼو ولسوالۍ ته راغورځیدلی دی.
د کونړ د والی ویاند قاری نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، چې سیمې ته یې پلاوی استولی څو د یادې پېښې لامل معلوم کړی؛ چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړی.
پاکستانی ځواکونو تراوسه د یاد ټانک د غورځیدو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی
خلک په دې باوردی چې پاکستان وخت ناوخته د تاسیساتو په نامه افغان خاوره لاندې کړې او قدم په قدم رامخکې ته کېږی. ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.