گهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوی د افغانستان د علومو اکاډمۍ له رئیس سره وکتل

گهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یوه پلاوی نن د افغانستان د علومو د اکاډمۍ له رئیس سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې سره خبرې‌ وکړې.
د ګهیځ ټولنې رئیس استاذ سردار محمد دیندار خیل او د دې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی په هغه لیدنه کې چې د روان کال د مرغومی په ۱۵ مه نېټه یې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له رئیس ښاغلی ډاکتر عبدالظاهر شکیب سره درلوده، په لومړی سر کې یې د ګهیځ ټولنې کارونه او فعالیتونه ښاغلی شکیب ته تشریح کړل چې دغه فعالیتونه او کارونه د علومو اکاډمۍ د رئیس له خوا په ستاینې سره بدرګه شول.
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګهیځ ټولنې د پلاوی په غوښتنه، ښاغلی شکیب ژمنه وکړه چې د ګهیځ ټولنې سره به د علومو اکاډمۍ د بشری علومو معاونیت په ټوله کې او د ژبو او ادبیاتو مرکز په ځانګړې بڼه د دوه اړخېزې همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کوی او په دې توګه به د علومو اکاډمۍ او ګهیځ ټولنې تر منځ دوه اړخېزې همکارۍ د همدې هوکړه لیکونو له لارې تنظیمېږی.
په یاده لیدنه کې ښاغلی ډاکتر شکیب همدارنګه د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له کتابتون سره د علومو اکاډمۍ له خوا د ځینو تخصصی او مسلکی کتابونو د مرستې ژمنه هم وکړه او دا یادونه هم وشوه چې د ګهیځ ټولنې له خوا ورپېژندل شوی محصلین او ځوانان به د خپلو علمی لیکنو او مونو ګرافونو لپاره د علومو اکاډمۍ له کتابتون څخه د ګټه اخیستنې اجازه ولری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.